نړیوال خبرونه

فضلي: دولسمشرغني او عبدالله ترمنځ سیاسي کړکېچ به ډېرژرحل شي.

عبالله عبدالله او اشرف غني په خپلو منځو کې سیاسي کړکېچ لري ډااکټر عبدالله غواړي په حکومت یعنې کابینې کې ورته سهم ورکړۍ شي په همدغې لړ د ډېروخت راهیسې هڅې روانې دي ترڅو دواړه لورې یو سیاسي توافق ته  ورسيږي. د واک ویش په سمه ټوکه وشي او یو ټول شموله حکومت تشکیل کړۍ شي.

  د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د ارګ او سپيدار ماڼيو ترمنځ سياسي اختلاف هواري ته لنډ شوی دی او ښايي په يوې يا دوه ورځو کې دغه کړکېچ پای ته ورسيږي او ژر به په یو همه شموله حکومت توافق لاسلیک شي.د دې توافق سره به سیاسي کړکېج هوار شي.او حکومت به ۵۰ ٪ په دواړو لورو وویشل شي.. 

د یاد وزارت سلاکار عزیزالله فضلي په دې اړه رسنیو  سره خبرو کې ویلي چې، “په افغانستان کې سیاسي اختلافات مخ په ختمېدو دي. د روانې اوونۍ دتر پایه یا دوه ورځو کې  پای ته رسېږي او بالاخره به د جهادي او قومي مشرانو په شمول یو پیاوړی مرکچي ټیم وټاکل شي.”

ارګ هم په خبرو کې د پرمختګ وايي خو په اړه يې جزئيات نه ورکوي او همدا ډول د ۵۰ – ۵۰ سلنه واک وېش خبرې ردوي، خو بيا د عبدالله عبدالله ډله وايي چې عبدالله عبدالله ته د مصالحې شورا ورکړه، حکومت کې ۵۰ سلنه ونډه، د يو شمېر واليانو ټاکل، جنرال دوستم ته مارشالي او ځيني نور هغه مسايل دي چې هوکړې  باندې توافق شوۍ دۍ. . 

ډېر وخت راهیسې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو د حل لپاره هڅې کيږي خو تر دې دمه يې وروستۍ نتیجه نه دهمعلومه.

د دې تر څنګ عام عوام له دغو ناندریو تنګ شوي دي او غاړي چې ژر دغې سیاسي کړکېچ ته د پاۍ ټکۍ کېښودل شي بازې عام وګړي وايی چې باید د ملي وحدت په څېر تش په نوم حکومت تشکيل نشي او یو داسې د خل لاره ورته وکتل شي چې د افغانستان پکې خیر وي.او ټولو خواوو ته د منلو وړ وي.

د بادونې وړده چې افغانستان کې ۲۰۱۴ کال ګې هم همداسې سیاسي کړکېچ منځ ته راغلۍ وو هغه وخت کې عبدالله عبدالله نه منله چې اشرف غنی د څانته ریس جمهور شي. او انخابات یی د تقلب نه ؤک یاد کړي وو هغه هم د جان کېري په راتګ سره د وحدت ملي حکومت جوړ شو په کابینه کې دواړو ته نیمايي ونډه ورکړل شوه او ډاکټر عبدالله د اجرایه ریس په صفت وګمارل شو.

خو که اوګورو دا ځل شاید حکومت د تېر په څېر نه وي او صلاحیتونه ورته محدود په نظر کې نيول شوي وي. او د تېر په څېر ورته سفارتونه او کونسل ګرۍ هم ورنکړل شي.مونږ ټولو افغانانو ته پکار دي چې خپل شخصي ګټې په نظر کې ونه نيسو او افغانستان او اقغان ملت ته اولیت ورکړو. . 

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button