ټکنالوجي

فېسبوک موسس مارک زوکر برګ بښنه غوښتې

 امریکا امریکا

فېسبوک، انسټګرام او وټس اپ بېرته سم شوي، مارک زوکر برګ بښنه غوښتې

د فېسبوک موسس مارک زوکر برګ په ټوله نړۍ کې له هغو میلیونونو کسانو بښنی غوښتنه کړی  چې د فېسبوک شرکت مربوط رسنیو ته تېره ورځ تر څو ساعتونو پورې لاسرسی نه درلوده

فېسبوک، انسټاګرام او د پیغام رسولو اپلکشن واټسپ تېره ورځ ‘دوشنبه ‘ لږ تر لږه د شپږ ساعتونو لپاره کار نه کول  او د نړۍ په لر او بر کې ورته لاسرسی نه کېدل وروسته  رسنۍ عادي حالت ته وګرځېده، خو د دې  لامل رسماً نه دی اعلان شوی . فېسبوک شرکت یوه داخلي تخنیکي ستونزه د دې چارې لامل بولي.

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

دغه درې واړه رسنۍ د فېسبوک ملکيت دی چې د وېبپاڼې له لارې د یو څه ځنډ لپاره نه خلاصیدی. ‌ډون ډېټېکټر وېبپاڼه چې دغه ډول پېښې تعقیبوي وايي او د واټسپ په باره نژدې ۸۰ زره او د فېسبوک په اړه له ۵۰ زره زيات راپورونه ورته رسېدلي دي. د يادې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د تخنيکي ستونزې په ټوله نړۍ کې د فېسبوک کارکونکی اغېزمن کړي دي.

article 2

د یادونې ده چې د روان کال په اپرېل او جون مياشت کې هم د ټولنيزو رسنيو لوی پلټ فارم فېسبوک په ناڅاپي ډول کار پريښی و، چې هغه وخت يې فېسبوک د شبکې تنظيم کولو کې ستونزه ياده کړې وه. د انلاين برخې کارپوهان اټکل کوي چې دا کېدای شي د فېسبوک سره تړلو سايټونو په ډي اېن اېس يا ډ‌ومېن سيستم نامه کې ستونزه وي. داسې پېښې کمې ترسترګو کېږي چې يوازې د فېسبوک په څېر شرکت دې اغېزمن شي

په داسې حال کې چې یوه ورځ وړاندې د فېسبوک یوه پخواني کارکوونکي د دغه شرکت په باره  کی ځینې اسناد افشا کړل. فرانسس هاګن د سي بي اس خبري آژانس ته پر یکشنبه ویلي وو چې فېسبوک پراخېدو ته لومړیتوب ورکړی دی..

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button