سیمه ییز خبرونه

قریشي اتمر سره په افغان سوله او د دواړو ملکونو په اړیکو غږېدلی

قریشي اتمر سره په افغان سوله او د دواړو ملکونو په اړیکو غږېدلی د افعانستان بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي او پر یو شمېر مسایلو یې بحث او خبرې اترې شوي دي.

دغه ملاقات کې دواړو لوریو د افغان سولې پروسې، امنیت، کډوالو بېرته ستنېدو او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې کړې او د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ یې څرګند کړی دی.محمد حنیف اتمر په خپل ټوېټر لیکلي، چې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره یې په پورتنیو یادو شویو مواردو بحث کړی او د همکارۍ ډاډ یې ترلاسه کړی دی.د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم په خپل ټوېټر لیکلي

پاکستان د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره دغه هېواد سره همکاریو ته ژمن دی او د سوداګرۍ، امنیت، افغان سولې او د کډوالو بېرته ستنېدو ترڅنګ به د سولې روانه پروسه کې دې هېواد سره هر اړخیزه همکاری وکړي . هغه ویلي مونږ افغانستان کې د سولې ملاتړ کوو او غواړو چې دغه هېواد کې دایمي سوله راشي.

قریشي اتمر سره په افغان سوله او د دواړو ملکونو په اړیکو غږېدلی
قریشي اتمر سره په افغان سوله او د دواړو ملکونو په اړیکو غږېدلی

بلخوا بیا کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په ترڅ کې د نوموړي او ولسمشر غني ترمنځ هم دواړو هیوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو او ملاتړ په اړه پر یو نوي ګډ سند هوکړه شوې ده.په دغه سند کې هم د سولې، امنیت او د اقتصادي همکاریو څخه ملاتړ، پراختیا او مرسته کول او افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل شامل دي.دغه سند کې دا هوکړه هم شوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل هیواد پر ضد نه کارول کیږي او ترڅنګ یې د هغو کړیو او مخالفینو پر افشا کولو هم هوکړه شوې چې سوله نه کوي.

قریشي اتمر سره په افغان سوله او د دواړو ملکونو په اړیکو غږېدلی
قریشي اتمر سره په افغان سوله او د دواړو ملکونو په اړیکو غږېدلی

ښاغلي خان ویلي و، چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی او د افغان سولې په بهیر کې د مذاکراتو میز ته د طالبانو په حاضرولو کې خپل رول لوبولی دی.هغه ویلی وو مونږ به په ټول توان سره افغان سولې ملاتړ وکړو.تر څو افغانستان کې سوله راشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button