نړیوال خبرونه

قریشي: نړیواله ټولنه باید افغانستان ته پاملرنه وکړي

شاه محمود قریشي دا خبره د افغانستان د ګاونډیانو بهرنیو چارو وزیرانو په لومړنۍ غونډه کې چې په انلاین بڼه د سېپټېمبر پر اتمه جوړه شوې وه وکړه.

هغه وویل که چیرې په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیول شي او اقتصادي ثبات تضمین شي، سوله راتللای شي او د خلکو ډله ییز وتلو مخنیوي کېدای شي. باید ټینګار وکړو چې دا کار د نړیوالې ټولنې پراخ مشارکت ته اړتیا لري، په تېره بیا دې مهم وخت کې.”

قریشي د سېپټېمبر پر اتمه پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې پاکستان د افغانستان د ګاونډي په توګه نه شي کولای چې له افغانستانه جلا شي.ځکهد ځکه ددوی جغرافیه او کالتور سره سره شریک دي.

20210910 090538
قریشي

د هغه په وینا، له افغانستان سره باثباته نړیواله ملګرتیا لا هم غوره انتخاب دی. د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې د پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان، ایران او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې خلکو مظاهرې کړې چې پکې یې پاکستان د افغانستان په چارو کې په مداخلې تورن کړی خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button