قزاق ګاز شرکت ټاپي پروژه کې برخه اخلي
اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
د قزاقستان د انرژۍ وزارت پرون (دوشنبې/ د سلواغې ۸ مه) وویل چې د دغه هیواد قزاق ګاز شرکت د ټاپي یا د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د ګاز د ګډ پایپ لاین د جوړولو په پروژه کې د ګډون لپاره په خبرو بوخت دی.
د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت پرون وویل، اوس مهال د قزاق ګاز او د ترکمنستان د دولتي شرکت، ترکمن ګاز ترمنځ خبرې روانې دي.
ترکمن ګاز د ټاپي په پایپ لاین شرکت کې ۸۵ سلنه ونډه لري.
د قزاقستان د انرژۍ وزارت په ټاپي پروژه کې د ګډون لپاره د خبرو د پیلولو خبر یوه ورځ وروسته له دې اعلان کړ چې په هرات کې د طالبانو ځايي چارواکو وویل چې تر اوسه پورې یې په دغه ولایت کې د ټاپي ۶ کیلومتره نللیکه غځولې ده.
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي چې دا نللیکه د افغانستان په خاوره کې کوم شرکت جوړوي او د هغې د جوړولو لپاره یې پیسې څوک ورکوي.
د دې پروژې لګښت ۱۰ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.
د قزاقستان د انرژۍ مرستیال وزیر، یرلان اکېنزانوف، د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې په الماتي کې د قزاقستان-افغانستان سوداګریز فورم ته ویلي و چې قزاقستان د ټاپي نللیکې په جوړولو کې د ګډون لپاره خبرې کوي.
د ټاپي پایپ لاین، چې کار یې په ترکمنستان کې بشپړ شوی، له افغانستان او پاکستان څخه تیریږي او هندوستان ته رسیږي.
د ټاپي نللیکې اوږدوالی ۱,۸۱۴ کیلومتره دی، چې ۲۱۴ کیلومتره یې په ترکمنستان، ۷۷۴ کیلومتره یې په افغانستان، او ۸۲۶ کیلومتره یې په پاکستان کې تېریږي. دغه پایپ لاین په کال کې ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز انتقالولی شي چې د ترکمنستان په جنوب کې د ګالکینیش د ګازو له میدان څخه پیلېږي او د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولایتونو څخه تر تېرېدو وروسته د بلوچستان د کوټې او د پاکستان ملتان ښارونو څخه تېرېږي او د هند فضلکه ته رسېږي.
دا پروژه د ټاپي پایپ لاین شرکت کنسورشیم له خوا مدیریت کېږي، چې په کې ترکمنګاز ۸۵ سلنه ونډه لري، په داسې حال کې چې د افغانستان د ګازو شرکت، د پاکستان د نړیوالو ګازو سیستمونو شرکت، او د هند ګیل شرکت هر یو ۵ سلنه ونډه لري.