نړیوال خبرونه

قطر: دحکومت مذاکراتي ټيم دکابل پوهنتون برید د شهیدانو روح ته د قرانکریم ختم وکړ

قطر: د حکومت مذاکراتي ټيم دکابل پوهنتون برید د شهیدانو روح ته د قرانکریم ختم وکړ. پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت مذاکراتي ټيم او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابل پوهنتون خونړي برید شهیدانوروح ته فاتحه اود قران عظیم الشان ختم وکړ.

په کابل پوهنتون ه برید نه وروسته ولسمشرغني پرون ملي ماتم اعلان کړ چې له مخې ېې د افغانستان سفارت کې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وو او د حکومت مذاکراتي پلاوي نن له مقابل لوري سره هېڅ ډول خبرې او ناستې ضصش دي .پر کابل پوهنتون د پرون ورځې خونړی برید په نړیواله کچه وغندل شو.د اسلامي همکارۍ سازمان پر کابل پوهنتون د پرون ورځې ترهګریز برید سخت وغانده.یاد سازمان د برید په غبرګون ویلي دا سازمان هر ډول تاوتریخوالی، افراطیت او ترهګري که په هر نوم وي غندي.او وۍ ویل چې په اینده کې باید د دغه ډول بریدونو مخنیوۍ وشي.

یاد ترهګریز برید له امله حکومت په ټول هېواد او له هېواد بهر په خپلو سیاسي دفترونو کې ملي ماتم اعلان کړی وو او همدا راز د کابل پوهنتون مخې ته د یاد پوهنتون او نورو پوهنتونونو محصلینو لاریون کړی وو او پر دېوالونو یې عکسونه را ځوړند کړي وو چې د ابو جهل لښکر (طالبانو) سره سوله نه غواړو، حکومت دې له دوحې خپل مرکچي پلاوی را وغواړي.

د کابل پوهنتون برید په غبرګون کې محصلینو دا راز وویل چې دوی به زده کړو ته دوام ورکوي او بیا به هم پوهنتون ته راځي.د کابل پوهنتون پروني خونړیز برید نه وروسته نن رسنیو پوهنتون ته د دننه کېدلو اجازه ورکول شوې وه.د شهیدو شویو محصلینو په وینو رنګ کتابونه، کتابچې قلمونه، د نجونو دستکولونه مبایلونه او نور ډېر توکي لا هم په پوهنتون کې موجود وو. چې د شهيد شوي محصیلینو وو.الله تعالی دې شهيدانو ته جنتونه ورکړي.

قطر: دحکومت مذاکراتي ټيم دکابل پوهنتون  برید د شهیدانو روح ته د قرانکریم ختم وکړ

هېره دې نه وي چې د کابل پوهنتون د برید په اړه سوشل ميډیا کې هم خلکو مختلفو خلکو ټویټونه او لیکنې کړي عام وګړي په دې برید باندې زیات خواشیني دي دويي په خپلو لیکنو کې لیکلي دي چې دولت باید دغه برید غڅ واخلي تر څو په اینده کې د دغه ډول بریدونو ډډه وشی. ځکه که په هېواد همدا ډول بریدونه دوام پيدا کړي نو دا به مو د هېواد اکاډمیک ځوان کل له منڅه ویسي او هېواد به مو نور هم شاته پاتې شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button