نړیوال خبرونه

لبنان کې د جمعې لمانځه ته اجازه ورکړل شوه

کرونا ویروس یو وبايي ناروغي ده د ژوند په ټولو اړخونو یی اثر کړۍ دۍ عام وګړي نشي کولۍ چې په ازاده فضاء کې تګ راتګ وکړي خلکو ته په جوماتونو پر ځاۍ کورو کې د لمونڅ کولو امر شوۍ دۍ.په همدې لړ کې د لبنان حکومت اعلان کړى دى، چې په دغه هېواد کې به د مۍ له ٢٢مې نېټې څخه خلک وکولاى شي چې د جمعې لمونځ په ګډه په جوماتونو کې ادا کړي، خو نور فرض لمونځونه بايد په کورونو کې وکړي. .

د یو ې رسنۍ د راپورله مخې ، د لبنان د اوقافو ادارې ويلي دي، چې د کورونا ويروس په اړه د روغتيا وزارت د راپورونو په بنياد به دوى ورو ورو د فرض لمونځونو ادا کولو لپاره هم خلکو ته اجازه ورکړي. د اوقافو ادارې همدا راز له لمونځ کوونکو غوښتنه کړې ده، چې هغه کسان چې د جمعې د لمانځه لپاره جومات ته ځي، بايد احتياطي تدابير عملي کړي او همدا راز اودسونه دې هم په کورونو کې کوي.

دوى زياته کړې ده، چې جوماتونو ته له ننوتلو مخکې دې سينيټايزر کاروي، دستکشې دې په لاس کوي او همدا راز ماسکونه دې هم اچوي. دوى وايي چې هر يو کس بايد خپل جاينماز هم له ځان سره له کوره راوړي او جومات ته له ننوتلو مخکې بايد ټول کسان په ترماميټر بايد وکتل شي.

د اوقافو ادارې همدا راز ويلي دي، چې هغه کسان چې د کورونا ناروغۍ نښې ولري او يا هم نورې ناروغۍ لري، جوماتونو ته د ننوتلو اجازه دې نه ورکول کېږي. په راپور کې ويل شوي دي چې سپين ږيري دې د جمعې د لمانځه لپاره جوماتونو ته نه ځي او په کورونو کې دې لمونځونه وکړي.

دوى وايي، چې ښځو او ماشومانو باندې د جمعې لمونځ فرض نه دى، نو دوى ټول دې جوماتو پر ځاۍ کورونو کې لمونځونه وکړي. ترڅو د ډیرې خطر مخنیوۍ وشي. او ماشومان د دغې ناروغۍ نه بچ شي. .

یادې ادارې د ټولو جوماتونو امامانو ته ويلي دي، چې د جمعې د لمانځه خطبه دې له ١٠ دقيقو زياته نه کوي او همدا راز د خلکو ترمنځ دې ټولنيز واټن وساتي.

دا هم باید یاده کړو چې که څه هم بازې ملکونو کې لاک ډاون ختم کړۍ شو او ډیر محدودیتونه ختم کړۍ شو خو بیا هم موږ باید خپل هېواد افغانستان کې د احتیات نه کار واخلو او خپل هیواد کې ژوند ډیر په احتیات سره تیر کړو تر څو د دغه ویروس د نور خپریدو نه مخنیوۍ وشي. .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button