تجارت خبرونهنړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

له امریکا د ډېرو مرستو تر لاسه کولو لېست کې افغانستان، اسراییل او عراق په سر کې دي

په تېرو شلو کلونو کې په نړۍ کې له امریکا ډېرې مرستې تر لاسه کوونکي هېوادونه افغانستان، اسراییل او عراق دي

خو پر دې لېست یوه نیوکه داده چې دا اکثره مرستې په افغانستان او عراق کې په خپله د امریکايي ځواکونو د موجودیت لګښتونه وو او دا پیسې امریکایانو په خپل لاس مصرفولې.

د بهرنیو مرستو د ارزونې په برخه کې د امریکا د حکومت یوه رسمې ویبپاڼه وايي، افغانستان د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۱۱۱ میلیارد ډالر امریکايي مرسته ترلاسه کړې ده.

ورپسې اسراییل د ۶۵ میلیارد ډالرو او عراق د ۶۴ میلیارد ډالرو په ترلاسولو د امریکايي مرستو له مخې دویمه او دریمه درجه دي.

نور ولولئ: د افغانستان لپاره امریکايي شارژدافیره: راستانه شوي کډوال مرستو ته اړتیا لري

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له برید او پر افغانستان له ځوابي برید وروسته، له کابل سره د امریکا مرستو له نورو ټولو هېوادونو سره د مرستو بهیر تر سیوري لاندې راوست.

امریکا په ۲۰۲۱ کې له افغانستان تر وتلو وروسته هم د نغدو ډالرو بکسې دغه هېواد ته استوي.

خو له افغانستان سره د مرستو ارزوونکې امریکايي ادارې یا سیګار راپورونه ښيي چې د جمهوریت او اوس د طالبانو په وخت کې هم په دې مرسته کې فساد کېږی.

په ډېرو مرستو تر لاسه کولو کې نور کوم هېوادونه شامل دي؟

هندو بیزنیس انلاین د بهرنیو مرستو د ارزونې په برخه کې د امریکا د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې په خپل راپور کې زیاتوي، چې د متحده ایالاتو څخه د بهرنیو نظامي مرستو لوی ترلاسه کونکي بیا اسراییل، مصر، اردن، عراق، لبنان او کولمبیا دي.

په داسې حال کې چې د اسراییل او فلسطیني ډلې حماس ترمنځ جګړه روانه وه، د امریکا د استازو مجلس د نومبر په دوهمه نیټه له اسراییل سره د ۱۴.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته تصویب کړه.

له اسراییل سره د امریکا د وروستیو پام وړ مرستو سره سره، شمیرې ښیي چې اسراییل له لسیزو راهیسې په پرله پسې ډول له متحده ایالاتو څخه د پام وړ مرستې ترلاسه کوي.

د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې اسراییل د امریکا تر ټولو ډیرې نظامي مرستې ترلاسه کړې چې ارزښت یې ۳.۳ میلیارد ډالرو ته رسیږي.‌

نور ولولئ: سيګار: د امریکا نغدي مرستې کیدای شي د طالبانو لاس ته ورشي

له اسراییل وروسته مصر، اردن، عراق، لبنان او کولمبیا په ترتیب سره ۱.۲ میلیاردالره، ۴۲۵ میلیونه ډالره، ۲۵۰ میلیونه ډالره، ۲۱۰ میلیونه ډالره او ۴۰ میلیونه ډالر ترلاسه کړې دي.

د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) په وینا، متحده ایالات په ۲۰۲۲ کې د مرستې ورکوونکو هیوادونو په سر کې وو،‌ جرمني، جاپان او فرانسه هغه نور هیوادونه دي چې تر امریکا وروسته یې تر ټولو ډیرې مرستې کړې دي.

امریکا په نړۍ کې هغه هېواد دی چې ډېرې مرستې کوي

د بهرنیو مرستو د ارزونې په برخه کې د امریکا د حکومت یو رسمې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، امریکا د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۲۱۳ هیوادونه سره ملیارده ډالرو په ارزښت مرسته کړې. په تیرو دوو لسیزو کې،‌ د هر کال په تیریدو سره د اسراییل سره شوې مرسته کې ډیروالی راغلی.‌ دغه هیواد په ۲۰۰۱ کال کې ۲.۷ میلیارد ډالره او په ۲۰۲۲ کال کې ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې وه.‌ په همدې حال کې د مصر سره پوځې مرسته له ۱.۳ میلیارد ډالرو څخه ۱.۱میلیارد ډالرو ته راټیټه شوه.

د لبنان سره نظامي مرستې په ۲۰۱۱ کې د ۷۴ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۲ کې ۲۱۰ میلیون ډالرو ته لوړې شوي.

امریکا لومړنی هیواد و چې په رسمي توګه یې د اسراییل دولت جوړیدل په رسمیت وپیژندل او د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو راهیسې یې د پام وړ مالي مرستې او په ځانګړې توګه دفاعي مرستې ورسره کړې دي.

د مصر په قضیه کې، متحده ایالات په لویدیزهاسیا کې د ځواک د توازن لپاره دغه هیواد سره د پام وړ نظامي مرستې کړې دي.

اسراییل ته د متحده ایالاتو د ۶۵ ملیارد ډالرو مرستې څخه نږدې ۹۴ سلنه نظامي مرستې جوړوي.

د کانګرس د څېړنو د خدماتو د ۲۰۲۳ کال راپور په ډاګه کوي چې د دوو لسیزو په اوږدو کې امریکا او اسراییل درې تاریخي تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.

هر تفاهم لیک په نظامي مرستو کې د تدریجي زیاتوالي لامل شوی دی.

د کلینټن د ادارېپه وخت کې لاسلیک شوی تفاهم لیک د ۲۱ ملیارد ډالرو لپاره و، چې وروسته د بوش د په مهال دغه کچه ۳۰ ملیارد ډالرو ته لوړه شوه او بیا د اوباما وخت کې یې اندازه ۳۳ میلیارده ډالرو ته ورسیده.‌

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button