اقتصاد او سوداګريکورني خبرونه

له بیا رغونې وروسته د سالنګ تونل پرانیستل شو؛ طالبان وايي، د دویم تونل چارې به ژر پیل شي

طالب چارواکي وايي چې د سالنګ دویم تونل چارې به هم ژر پیل شي او اوسنی یو ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه تونل د رغېدو چارې د طالبانو له لوري څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وې، او تر رغېدو وروسته نن پرانیستل شو.

طالب چارواکو نن پنج شنبه د (لیندۍ ۲۹مه) د سالنګ تونل تر بیا رغېدو ورسته د پرانیستې غونډه جوړه کړې وه.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یاد تونل د پرانیستې په غونډه کې وویل: «دغه لویه لاره نه یوازې د هیواد پلازمېنه او شمالي سیمې سره نښلوي بلکې د منځنۍ او سوېلي اسیا په نښلولو کې به هم اغېزمنه تمامه شي. د سالنګ تونل د بدیلې لارې په توګه د دویم تونل پر جوړیدو هم خبرې روانې دي.»

لګښت یې له ملي بودجې ورکړل شوی

طالب چارواکي وايي، د سالنګ تونل رغنیزې چارې د دغې ډلې له ملي بودجې له لوري تر سره شوې.

دغه سړک به له جبل سراج څخه تر دوشي ولسوالۍ په میعاري ډول جوړ شي.

د یادې پروژې مهمه برخه چې د سالنګ تونل و،د څلورو میاشتو په موده کې ورغول شو.

نور ولولئ: طالبان: د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک رغوو

نور ولولئ: طالبان وايي، د سالنګ لویه لار به تر نامعلومې مودې وتړل شي

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني د سالنګ تونل د پرانیستې په غونډه کې وویل، د تونل او ګالرۍ د میعارونو په پام کې نیولو سره په اساسي توګه رغول شوي، «موږ ټول میعارونه په نظر کې نیولي او تر ټاکل شوې مودې مو مخکې د تونل د رغېدو چارې بشپړې کړې.»

سالنګ تونل پخوا خراب و

موټر چلوونکي د دغه تونل په پرانیستلو ډیر خوښ دي او وايي د سالنګ تونل د خرابۍ له امله تل د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ و.

شیر احمد چې پر دغه لاره موټر چلونکی دی وايي: «دا څو میاشتې موږ پر بله لار تګ راتګ کاوه، ډیره ستونزمنه لاره وه، اوس چې دا لاره پرانیستل شوه، د مرکز او شمال تر منځ به تګ راتګ اسانه شي.»

سالنګ د هیواد یوه له مهمو مواصلاتي لارو څخه ده چې شمالي ولایتونه له مرکز کابل او سویلي اسیا د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلوي.

خو طالبان وعده ورکوي چې د دویم سالنګ تونل چې نوی تېرېږي، چارې هم پیل شي. ددې لارې مساپر وایي چېرته د دوهم تونل چارې هم پیل شي او سرته ورسېږي، سهولتونه به لا ډېر او سوداګري به اسانه شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button