ټکنالوجي

له دې وروسته به د ایکس (ټویټر) نوي کاروونکي د کال یو ډالر ورکوي

د ایکس شبکې ادارې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د ایکس شبکې نوي کاروونکي د کال څه کم یو ډالر ورکوي

ایلن ماسک ویلي دي چې د کال یو ډالر ورکول د نوي سایبکریپشن نوي ماډل دی چې د ایکس شبکې نوي اکاونټ جوړونکي یا کاروونکي به یې د لایک او شیر کولو په وخت کې ورکوي او په دې سره به د ایکس شبکې ارزښت نور هم لوړ شي.

نور ولولئ: ایلن مسک وايی، د ټویټر اوسنۍ لوګو بدلوي

کاروونکي ته به اړینه وي چې د مبایل د نمبر په واسطه خپل اکاونټ ویریفای کړي او وروسته به بیا د پوسټ، شیر، کامینټ او لایک په وروسته یو ډالر ورکوي. نوي کاروونکي چې پیسې یې نه وي ورکړي، هغه به پوسټ لوستلی او ویډیو کتلی شي، خور نور پورته فعالیتونه نه شي کولی.

په ځینو راپورونو کې یو او ځینو کې څه کم یو ډالر ښودل شوی

اېکس ټولنیزه شبکه چې پخوا د «ټوېټر» په نوم یادېده، تازه یې اعلان کړی چې د یادې ټولنیزې شبکې له خپلو نویو کاروونکو څخه به کال کې نږدې یو ډالر اخلي.

د دې پرېکړې له مخې، د اېکس «ټوېټر» نوي کارونکي باید په کال کې له ۰،۷۵ تر ۰،۸۵ ډالر ورکړي، څو د اېکس شبکه له ځانګړتیاو استفاده وکولای شي.

دغه شرکت دا چاره په نیوزیلنډ او فلیپین کې په ازمایښتي توګه پیل کړې ده.

نور ولولئ: د فیسبوک او ټویټر تر منځ تازه سیالي

د یاد شرکت د مسوولانو په وینا، د اېکس هغه کاروونکي  چې کلنی لګښت نه‌ورکوي، اېکس شبکه کې به یوازې، پوسټ لوستلی، ویډیو کتلی او نور کاروونکي به څارل شي.

ایلن ماسک ایکس شبکه په څو وپېرله

د اېکس شبکې پر نویو کارکوونکو کلنی لګښت او نور جنجالي بدلونونه داسې مهال دي چې تېر کال اېلن ماسک ټوېټر په ۴۴ میلیارډ ډالرو وپېره.

له هغه راوروسته د دغه شرکت زرګونه کارکوونکي له دندو ګوښه شوي، د منځ‌پانګې د نویو یا تازه کول ځنډول شوي او «ابي ټک» هم د ۸ ډالرو په بدل کې هر کارونکي ته ورکول کېږي.

له دې سربېره دې شرکت په جولای میاشت کې د ټوېټر لوګو چې د یوه ابي الوتونکي وه او دا شرکت پرې مشهور و، اېکس ته بدله کړه.

په اوس وخت کې ایکس شبکه له شرکتونو او رسنیو چې شنه نښه لري، د میاشتې له ۸ ډالر تر ۱۰ ډالره پیسې اخلي او هره میاشت دوی د ایکس اکاونټ ته پیسې لېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button