Uncategorized

له طالبانو د بشري حقونو نړیوالې شورا غوښتنه؛ پر افغان ښځو محدودیتونه لرې کړئ

د بشري حقونو نړیوالې شورا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو لګولي محدودیتونه لرې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه دوره يي ارزونه وکړه.

د بحث ګډونوالو د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د ښځو او نجونو په شمول د خلکو د حقونو له محدودونکو فرمانونو تېر شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا او جنوا کې د افغانستان د استازولۍ مشر نصیراحمداندیشه د بشري حقونو په تېره بیا ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د افغانستان په اړه دوره یې ارزونه

ښاغلي اندیشه د ملګرو ملتونو په بشري حقونو شورا کې د افغانستان په اړه د دوره يي ارزونې ګډونوالو ته د بشري حقونو د اوسني وضعیت په اړه رڼا واچوله.

نور ولولئ:  د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو افغانستان د بشري حقونو له جدي بحران سره مخامخ کړی

اندیشه وویل:

” د طالبانو له ژمنو سره سره چې بشري حقونو ته به درناوی کوي او خوندي به یې ساتي د افغانستان خلک د خپلو طبیعي او اساسي حقونو د سیستماتیک نقض شاهدان دي چې تر ټولو ډېر زیان په دې برخه کې ښځو لیدلی. د اساسي ازادیو د تضمین او خوندي کولو هغه ژمنې اوس په یوه داسې واقعیت بدل شوي چې ظلم او ځپل یې اساسي ټکي جوړوي.”

afghan (4)
د بشري حثونو نړیواله شورا

په ځینو هېوادونو کې افغان سفیران او د ښځو او مدني ټولنې ځینې استازي له ښاغلي اندیشه سره په ګډه د بشري حقونو په شورا کې حضور درلود.

د ناروې استازي تورمود ایندرسن وویل:

“ناروې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اوسني بهتره شوي امنیتي وضعیت هرکلی کوي خو موږ د تبعیضي تګلارو او کړنو په اړه جدي اندېښنه لرو چې مدني فعالیتونه او عدالت ته لاسرسی تر ډېره اغېزمنوي. ناروې سپارښتنه کوي چې افغانستان باید د نجونو په ښوونځیو باندې ټول محدوونکي فرامین لغوه او با کیفیته تعلیم ته مساوي لاسرسی یقیني کړي.”

د ناروې او ځینو نورو هېوادونو استازیو دا ټینګار هم درلود چې د ژوند په ټولو اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې د ښځو ونډه رعایت شي. هغوی همداراز پر طالبانو غږ وکړ چې خلکو ته د بیان ازادي او د سوله ییزو غونډو او لاریونو اجازه ورکړي.

طالبانو لا د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د وضعیت د دوره يي ارزونې او شویو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې. تر دې مخکې طالب چارواکو ادعا کړې چې دوی په افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامینوي.

دوی پخوا د بشري حقونو د شورا او ځینو نورو مدافع سازمانونو راپورونه تر ډېره د افغانستان له واقعیتونو لرې بللي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button