سفر خبرونه

له پاکستانه د جبري ایستل شوو افغان کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له پاکستانه ایستل شوي کډوال نه سرپناه لري او د ژوند لومړي سهولتونه

ملګرو ملتونو له پاکستانه د جبري ایستل کېدونکو کډوالو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلې یې دي چې دوی نه یوازې د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، بلکې د استوګنې کورونه هم نه لري او په بیدیا شپې سبا کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی، چې هغه ډېری افغانان چې په دا وروستیو کې له پاکستانه ایستل شوي، مېشت ځایونه نه لري او د ژمي په اوږدو کې به د خوړو موندلو لپاره له ستونزو سره مخامخ شي.

نور ولولئ: امریکا پاکستان ته؛ د افغان کډوال ځورول ودروئ

نور ولولئ: اسلام اباد: پر اسناد لرونکو افغانانو کار نه لرو

هسیاو وي لي چې د خوړو نړیوال پروګرام کې د خوراک څانګې مشر دی او دا وروستیو کې یې ډېورنډ کرښې ته نژدې سفر کړی وايي، هلته ستړې او وږې کورنۍ رسېدلې دي. دی وايي، دا خلک اړ شوي په داسې وخت کې افغانستان ته سفر وکړي، چې د کال تر ټولو ناوړه موسم بلل کېږي.

تر راتلونکې یوې میاشتې پاکستان پاتې ناقانونه کډوال هم باسي

په ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي وايي، تر راتلونکې یوې میاشتې به ټول هغه افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي چې دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په داسې حال کې چې د کډالو اړوندو او نورو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو په زوره ستنولو پرېکړې په اړه له سره غور وکړي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګټي د ټولو ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې وویل د ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ به د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر وايي، پاکستان یوازې د پاکستانیانو دی

پاکستان وايي د ناقانونه کډوالو بهیر بشپړېدو وروسته به هغه کډوال هم ستنېږي چې دغه هېواد کې د کډوالو په توګه راجسټر شوي دي. په همدې اړه د انډیپنډنټ اردو څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سرفراز بګتي وویل افغانستان کې امن دی او ټول افغان کډوال باید بېرته ستانه شي.

نوموړي وويل، “هغه کسان چې د نا امنۍ له امله د بشري اړتیاوو له مخې دلته راغلي – په دې اړه موږ د ملګرو ملتونو له کډوالو ادراې سره یو تړون هم لرو،- دوی دې بېرته ولاړ شي ځکه هلته اوس امن دی. پاکستان د پاکستانیانو لپاره دی. ”

د یادونې وړ ده چې د اسلام اباد امنيتي ځواکونو له افغان کډوالو سره له هره اړخه ډېر ناوړه چلند کوي او لا هم دغه ناوړه چلند دوام لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button