سیمه ییز خبرونه

له پښتنو او بلوچانو د پاکستان ویره؛ محسن داوړ نیول شوی دی

داسې راپورونه ورکړل شوي چې محسن داوړ په بلوچستان کې نیول شوی څو د چمن پرلت کې ګډون ونه کړي

دغه پښتو سیاستوال غوښتل چې په چمن کې د بلوچو او پښتنو په هغه پرلت کې ګډون او وینا وکړي چې له اسلام اباد یې د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره کړی او تقریبا ددې پرلت نږدې میاشت کېږي چې رامنځته شوی دی.

د نېشنل ډيموکراټبک غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی محسن داوړ د پنجشنبې په ورځ په بلوچستان صوبه کې د دغه هېواد د پولیسو له‌خوا نیول شوی او بېرته اسلام اباد ته استول شوی دی.

نور ولولئ: پاکستان د چمن پر پرلت کوونکو مخابراتي شبکې بند کړي

په دغه غورځنګ کې سرچینو ویلي، چې ښاغلی داوړ تېره ورځ کویټې ته رسېدلی او چمن ته تللی؛ ترڅو له هغو پرلت وهونکو سره یوځای شي، چې په چمن کې یې د تېرو درېیو اونیو راهیسې د ملي اپېکس کمیټې له‌خوا پر چمن لارې په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ له اعلان شوې پرېکړې پر وړاندې پرلت وهلی.

داوړ ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوي

سرچينې زياته کړې، چې اړوندو چارواکو ښاغلي داوړ ته چمن ته د ننوتو اجازه ور نه کړه او بېرته يې کوټې ته ولېږداوه.

نوموړی د ولایت مقام ته راوړل شوی او تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په ولایت مقام کې د ملي امنیت د عمومي منشي مزمل شاه په کور کې توقیف شوی دی.

نور ولولئ: د چمن پرلت ګډونوال: د پاکستان پوځ مو د ډیورنډ کرښې ته نږدې جایدادونه غصب کړي

د پنجشنبې په سهار ښاغلی داوړ تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د کوټې هوايي ډګر ته یوړل شو او د یوه خصوصي هوايي شرکت له لارې اسلام اباد ته ولېږدول شو.

د پاکستان متزلزل حالت

پاکستان کې په دې وروستیو کې امنیتي، اقتصادي او سیاسي حالت تر دې ځایه رسېدلی چې هېچاته د باور وړ نه دی او نه څوک ددې اټکل کولی شي چې دغه هېواد کې به حالت ښه شي. پاکستاني چارواکي د پښتنو او بلوچو په حقه مبارزې وارخطا کړي دي او هر ځای کې چې حرکت کېږي نو سرلاري یې نیول کېږي او زندانونو ته اچول کېږي.

محسن داوړ په داسې حال کې نیول کېږي چې له دې وړاندې منظور احمد پشتین، عالي وزیر او نور ګڼ سیاسي مشران هم نیول شوي او زندانونو کې اچول شوي دي.

په دې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي پېښې هم زیاتې شوي چې د پاکستان امنیتي ادارې او پوځ یې اندېښمن کړي او هره ورځ د وسله والو له لوري تلفات ویني.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button