سیمه ییز خبرونه

له چین د مولوي کبیر غوښتنه: د شنګهای راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه راکړئ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له چین شنګهای غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې ده

دارنګه مولوي کبیر چې چین غوښتي چې د افغانستان په لویو پروژو کې دې پانګونه وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ له اېکس پاڼې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د یکشنبې په ورځ ترسره شوې دغه لیدنه کې مولوي کبیر په دوحې او نورو ناستو کې د طالبانو په اړه د چین له ‘مثبت’ دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه ډله په بېلابېلو برخو کې له چین سره د اړیکو او همکاریو پراختیا ته ژمنه ده.

kabir (4)
د چین استازی

د واخان له لارې به چین او افغانستان وصل شي

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان او چین ترمنځ سرحدي سیمې واخان ته د غځول شوي سړک جوړیدل د طالبانو او چین په اړیکو کې ‘مهم تحول’ بللی او ویلي یې دي، چې په بشپړېدو سره به یې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې پام وړ زیاتوالی راشي.

د واخان لارې جوړېدل د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال پیل شوې وې، خو اوس یې چارې طالبانو بشپړېدو ته نږدې کړي دي.

نور ولولئ: پر ګاونډیو هېوادونو د طالبانو غږ؛ افغان کډوال جبري مه راشړئ

نور ولولئ: مولوي کبیر: که نړۍ مو په رسمیت نه پېژني، بیا هم ۳۸ هېوادونو کې سیاسي استازولۍ لرو

د دغې اعلامیې له مخې؛ مولوی کبیر په بیجېنګ کې د طالبانو د سفیر منلو ته په اشارې ویلي، چې نور هېوادونه دې هم دغه لاره تعقیب کړي.

نوموړې ټینګار کړی، چې د افغانستان ګاونډيان باید ډاډ ولري، چې طالبان به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ رامنځته کړي.

kabir (3)

په دې لیدنه کې د اړیکو د پراختیا غوښتنه

مولوي کبیر ویلي، چې هیله لري چې د شانګهای همکاريو سازمان په راتلونکو غوڼډو کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شي او په دغه سازمان کې د ناظر غړي په توګه حضور ولري. مولوي کبیر په دې اړه د چین د همکارۍ غوښتنه کړي ده.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې، په کابل کې د چین سفیر ژاو شینگ طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په خپل شپږ میاشتني ماموریت کې یې هڅه کړې، چې د طالبانو او چین اړیکې لا زیاتې پراخې شي.

ښاغلي شینګ ویلي، چې هیواد یې غواړي د روغتیا په ګډون په بیلابیلو برخو کې افغان محصلینو ته بورسونه ورکړي.

سره له دې چې چین له طالبانو سره ژمنې کړې، خو د تاریخ په اوږدو کې چین له دغه هېواد سره بنسټیزې مرستې نه دي کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button