اقتصاد او سوداګري

له چین څخه افغانستان ته د توکو لېږد؛ د ۸ میلیون یوانو سوداګریز بار حیرتان ته روان شو

له چین څخه افغانستان ته د توکو لېږد د نوي رېلګاډي له لارې پراخېږي. د ۸ میلیون یوانو په ارزښت سوداګریز توکي د حیرتان بندر پر لور روان شوي دي.

د چین له شانډونګ ولایت څخه د ۸ میلیون یوانو په ارزښت سوداګریز توکي په یوه ځانګړي رېلګاډي کې د افغانستان د حیرتان بندر پر لور روان شوي دي.

د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې دغه رېلګاډی شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته خپل منزل ته ورسېږي.

په دې محموله کې ټوکران، کیمیاوي اومه مواد، وسایل او ساختماني ماشینونه شامل دي، چې د شانډونګ ولایت په لین‌یي ښار کې تولید شوي دي.

له چین څخه افغانستان ته د توکو لېږد؛ د رېلګاډي مسیر

دا له شانډونګ ولایت څخه د حیرتان بندر پر لور د ځانګړي سوداګریز رېلګاډي لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې رېلګاډی د قزاقستان او ازبکستان له لارې حرکت وکړي او د ترمذ له سرحدي لارې افغانستان ته داخل شي.

حیرتان د بلخ ولایت مهم سوداګریز بندر دی، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د توکو په انتقال کې مهم رول لري.

د چین او افغانستان ترمنځ د رېل سوداګرۍ پراختیا

تر دې وړاندې، د چین د جیانګسو ولایت له هایمن ښار څخه یو بل سوداګریز رېلګاډی په ۱۲ ورځو کې حیرتان ته رسېدلی و.

د راپورونو له مخې، په هغه محموله کې تر ۲ زره ټنو ډېر توکي شامل وو، چې ارزښت یې له ۲۰ میلیون ډالرو زیات ښودل شوی و.

تمه ده چې دغه سوداګریزه لاره په میاشت کې دوه ځله په دواړو لوریو کې فعالیت وکړي او افغان صادرات هم چین ته ولېږدوي.

چینایي چارواکي وايي، نوې رېللار به د سوداګریزو توکو د انتقال لګښتونه راکم او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري اسانه کړي.

له چین څخه افغانستان ته د توکو لېږد د منځنۍ اسیا له لارې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو عملي پایلې به یې د لګښتونو، وخت او محمولو د حجم له مخې څرګندې شي. له چین څخه افغانستان ته د توکو لېږد

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button