Uncategorized

لوفت‌هانزا د جرمني حکومت ته د افغانانو د تخلیې لګښتونو څو میلیوني یورو بېل استولی

لوفت‌هانزا د جرمني حکومت ته د افغانانو د تخلیې لګښتونو څو میلیوني یورو بېل استولی

د جرمني هوايي شرکت لوفت‌هانزا له کابل څخه په۲۰۲۱ کال کې د افغانانو دتخلیې عملیاتو د لګښتونو په تړاو د اولاف شولڅ په مشرۍ فدرالي حکومت نه څو میلیونه یورو غوښتنه کړې ده.

شپیګل مجلې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د محرمو اسنادو په حواله رپوټ ورکړی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانانو د تخلیې عملیاتو کې ۳۱ ځانګړې الوتنې شاملې وې چې لوفت‌هانزا او یوه بل هوايي شرکت ترسره کړې.

د بېل له لارې د پیسو تر لاسه کول

لوفت‌هانزا شاوخوا پنځه میلیونه یورو غوښتې، چې ویل کیږي دا پیسې باید د بېل له ترلاسه کولو سره سمې ورکړل شوې وای.

شپیګل وايي، د هغه وخت د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د لوفت‌هانزا رییس کاستن سپوهر ژر او په شخصي ډول په دې هوکړه وکړه. د اسنادو له مخې، سپوهر د مرستې په دود د یوه غیر چمتو حکومت لپاره لنډمهاله الوتنې کړې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اټکل له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د تخلیې ټول لګښت شاوخوا ۱۹.۹ میلیونه یورو و. د رپوټ له مخې، په دې کې شاوخوا نیمایي لګښت د بوندس ویر مستقیمو الوتنو لپاره و چې له کابل څخه ترسره شوې، پاتې نیمایي یې د لوفت‌هانزا د ۱۷ چارټر الوتنو لپاره و. نور لګښتونه د ازبکستان هوايي شرکت د هغو الوتنو لپاره وو چې د تاشکند له لارې یې کړې وې.

د ازبکستان هوايي شرکت

اسناد ښيي چې د جرمني سفارت د ازبکستان دولتي هوايي شرکت ته لږ تر لږه ۱.۹ میلیونه یورو نغدې ورکړې دي.

شپیګل مجله لیکي چې د ژغورنې دا ګرانبیه الوتنې، چې ځینې یې څو چنده ګرانې وې، د دې لپاره اړینې وې چې د انګیلا مېرکل په مشرۍ مسیحي دیموکراټ ګوند کابل ته د طالبانو له ننوتلو وړاندې سم چمتووالی نه و درلود.

لوفت‌هانزا ویلي چې د ځانګړو الوتنو لپاره «ځانګړي احتیاطي تدابیر» نیول اړین وو.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button