ځاییکورني خبرونه

لوړ پوړی طالب چارواکی؛ که د خلکو ملاتړ نه وي، دوام نه شو کولی

د طالبانو لوړ پوړی چارواکی سراج حقاني وايي، د خلکو له ملاتړ پرته زموږ دوام ناشونی دی

د طالبانو ځینې لوړ پوړي چارواکي په دې پوهېږي او دا یې حس کړي ده چې دوی د ولس له ملاتړ پرته دوام نه شي کولی او بار، بار یې دا خبرې له رسنیو پناه په خپلو مجالسو کې کړي دي، خو ځینې نور یې بیا پر ولسي ملاتړ هېڅ باور نه لري او دې خبرې ته د ارزښت په سترګه نه ګوري.

نور ولولئ: د طالبانو بیا واکمېدو پر افغان ځوانانو کېدونکی انساني قاچاق

د طالبانو د د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني خپلو یو شمېر منسوبینو ته خبرداری ورکړی چې د خلکو له ملاتړ پرته یې رژیم دوام نه شی کولای.

د طالبانو په لیکو کې خیانت د اندېښنې وړ دی

نوموړي په یوه غونده کې د کابل لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو ته ویلي: «که خدای تعالی ته په رېښتینې مانا تسلیم شو، ولله دا مخلوق به ټول راته تابع وي. خو که باطن کې خراب یو او په ظاهر بزرګۍ کوو خدای مو رسوا کوي ولله که پاتې شو. حکومت کې ډېر خلک وایي چې په ما څوک نه دي خبر، قسم په الله ج، چې د الله ج څخه نافرماني وشي خامخا افشا کیږي.»

له دې وړاندې هم د ځینو طالب مشرانو د خیانت راپورونه ورکړل شوي چې ځینې طالب چارواکو یې په اړه اندېښنې په ډاګه کړي دي.

سره له دې چې پر جنسي او نورو خیانتونو او جرمونو تورن دي، خو د طالبانو د محاکمو له لوري ورته کومه سزا نه ده اورول شوي او نه یې په دې اړه کوم معلومات له ولس سره شریک کړي دي.

له ادارو څخه د مراجعینو شکایت

په دې غونډه  کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال، محمد نبي عمر و ویل: «بعضی مراجعین په بعضو ځایونو کې شکایت کوي، یا والي صېب ته ورغلم یا له مانه شکایت کوي معاون ته ورغلم، امنیه قوماندان ته ورغلم، بې پروا و، تور سر ناست و یا یې پښې په میز اچولې وې یا یې د ما خبرو ته توجه نه کوله، نو دې شیانو ته ورونو ډېر متوجه شی.»

نور ولولئ: د ۸۰ هېوادونو ګډه اعلامیه؛ طالبان باید د خلکو حقوق تر پښو لاندې نه کړي

سراج الدین حقاني تر دې مخکې هم د طالبانو چارواکو ته ورته څرګندونې کړې وې.

د هغه له داسې نیوکو وروسته یو ځل د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کنایوي ډول د دوی له چارواکو غوښتي وو چې د ښکاره نیوکو پر ځای د خپلمنځیو مشورو او اصلاحي غوښتنو لپاره خپلې غوښتنې مطرح کړي.

پر دې سربېره لا هم نیوکې دوام لري او ځینې طالب مشران د طالبانو له کړو وړو اندېښمن دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button