اقتصاد او سوداګري

لوګرکې د رزدالو حاصلات زیات شوي دي

لوګرکې د رزدالو حاصلات زیات شوي دي د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ,وايي په دې ولایت کې د زردالو د حاصلات ډېر شوې دي او، یوازې د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ د زردالود روان کال حاصلات دوه زره او ۵۰۰ ټنو ته رسېدلي دي او زردالانو نه عواید یې ۵۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شوۍ دۍ،

ددغه ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د نورو مېوو ترڅنګ د زردالو عصري بڼونه هم جوړ شوي دي، چې مقصد یې د زردالو عصري بڼونو دودول دي.دزراعت وزارت له چوپړونو څخه د لوګر ولایت برخمن شوي بڼوال وایي، چې دزراعت وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا بزګرانو او بڼوالو سره کومک او دوی ته روزنه ورکول د بڼوال د محصولاتو په ډېرولو کې اغېزناک دي او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا روزنې او تخنیکي سلا مشورې د دوی د بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالی وجهې دي، .

د یاد ولایت د کرنې ریاست د معلومات پر بنسټ دمګړۍ په دې ولایت کې د زردالو ډېر بڼونه جوړ شوي دي او ډېر شمېر بزګران د زردالو په پالنه اخته دي د لوګر ولایت د زردالو محصولات د دې ولایت د کورني اړتیا پوره کولو تر څنګ ګاونډیو ولایتونو ته هم صادریږي.او دې سره به د هېواد عوایدوو کې هم ښه والۍ رازي، روان کال د کويډ۱۹ ناروغۍ له خپرېدو سره هم مهاله د کروندګرو د فصلونو حاصلات هم ښه نه وو او زیات فصلونه بې حاصلاتو وچ شول او له منځه لاړل، خو د زیاتو مېوو په حاصلاتو کې څو برابره ډېروالۍ راغلۍ،

دويي له دولت غوښتنه کوي چې کرنیزو تولیداتو لپاره یې مناسب بازارونه جوړ کړي، د دوی پر وینا چې د مېوو حاصلات او سبزیجات به یې له وخت مخکې خوسا شي.او دا بعه ډېره غټه ضایع وه، اوس مهال د ګاونډیو مملکتونو سره د افغانستان یو شمېر سوداګریزې لارې وخت نا وخت خلاصې او تړل کیږي، چې له دې کبله هم سوداګرو او کروندګرو ته ستونزې جوړې کړي دي،

وړاندې میاشتو کې د کويډ۱۹ ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي له کبله ګاونډیو هېوادونو سره د پولو او سوداګریزو لارو په بندېدو ، د سبزیجاتو او مېوو د خوسا کېدو له کبله سوداګرو او کروندګرو ته څه نا څه مالي زیانونه اړلي او دې له امله دويي تجارتي ستونزې هم جوړې شوي دي

هېواد د کورنیو تولیداتو د صادرولو او په کور دننه د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ګاونډیو هېوادو پر وارداتو باندې ډېر متمرکز دۍ خو د ګاونډیو هېوادونو سره وخت نا وخت د سیاسي تعلقاتو پر خرابېدو سوداګریزې اړیکې هم زیانمنې کیږي.چې بیا په ملک کې عام وګړو ته مشکلات جوړيږي دولت باید دې خبرو ته جدي پاملرنه ووکړي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې دولت باید د افغانستان بزګرانو لپاره څانکړې پاملرنه وکړي ترڅوهېواد کې سوداګر نور پانګونې ته وهڅيږي ځکه که چېرته زمونږ د هې،اد اقتصاد ښه وي نو افغانستان به وده وکړي او عواید به مو نور هم ښه شي، افغانستان به د نورو د احتیاج نه خلاص شي او هېواد به لا ترقي او پرمختګ وکړي، نو اوس وخت کې دولت باید دې سکتور ته خاص توجوع وکړي ترڅو مونږ په ځان بسیا افغانستان ولرو،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button