نړیوال خبرونه

لیبیا؛ په ډله ییز قبر کې ۶۵ مړي موندل شوي دي

راپورونه وايي، چې په ډلییز قبر کې موندل شوي مړي د مسافرو دي

 کډوالو نړیوال سازمان ای او ایم (IOM) وايي، چې لیبیا کې د کډوالو لږ تر لږه ۶۵ مړي په یوه قبر کې موندلي دي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاتوي، دا چې دا کسان په څه ډول وضعیت کې مړه شوي او هویت یې څه دی،‌ مالومات نه لري،‌ خو په دې باور دی، چې کله یاد کسان قاچاقي د لیبیا له صحرا څخه مدیترانې ته تېرېدل، مړه شوي دي.

یاد سازمان، چې د ملګرو ملتونو یوه څانګه ده وايي، دې موندنو “سخت ټکان” ورکړی دی. د کډوالو نړیوال سازمان وايي، چې لیبیا په دې اړه څېړنې کوي.

دغه ډله ییز قبر د لیبیا په سویل لویدیځ کې دی

د کډوالو نړیوال سازمان یوه ویاند وویل: “هر ورک شوی یا مړ شوی کډوال د یوې غمجنې کورنۍ استازیتوب کوي، چې د خپلو عزیزانو په اړه د ځوابونو په لټه کې وي او یا هم د مرګ له خبر سره مخامخېږي.”

grave
ډله ییز قبر

یاد سازمان زیاده کړې، دا غمیزه د کډوالو قاچاق ته ځواب ویلو کې او قانوني کډوالۍ لاروچارو کې د همغږۍ اړتیا په ګوته کوي.

لیبیا د کډوالو لپاره هغه مرکزي ځای دی، چې غواړي د مدیترانې له لارې اروپايي‌ هېوادونو ته واوړي.

نور ولولئ: په خوست ولایت کې د «۱۰۰» کسانو ډلییز قبر موندل شوی

نور ولولئ: کینیا کې د یوې مذهبي ډلې د غړو ډله ییز قبر موندل شوی دی

په جینيوا کې د کډوالو نړیوال سازمان د لیبیا له چارواکو او نورو نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې له پېژندلو وروسته د مړیو پاتې شوني په پوره درناوي ولېږدوي.

بشري ناورین او مرستې

د یاد ډله ییز قبر له پيدا کېدو مخکې په یوه پېښه کې ۶۰ تنه کډوال په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي وو.

دا کډوال هم د لیبیا له سمندر غاړو څخه روان شوي وو، چې بېړۍ یې د مدیترانې په سمندر کې له ستونزو سره مخ شوه او سپاره کډوال ډوب شول.

د کډوالو نړیوال سازمان د دې میاشتې په پیل کې ویلي و، د کډوالو لپاره تېره یوه لسیزه کې ۲۰۲۳ کال تر ټولو خونړی کال و، چې په نړیوالو کچه ۸،۵۶۵ کسان په قاچاقي لارو مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو استازولي، چې په لیبیا کې زیانمنو خلکو ته بشري مرستې چمتو کوي، وايي، دا شمېره د تیر کال پرتله ۲۰٪ زیات شوی.

د یادونې وړ ده چې د لیبیا په څېر له وروسته پاتې هېوادونو اکثره خلک کوچېږي او په نورو هېوادونو کې د ژوند جوړولو په خاطر ژوند غوره کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button