نړیوال خبرونه

ماليې وزارت: اجراييه رياست ته نوره بودیجه نه ورکوو

د ماليې وزارت په يوه پرېکړه کې ويلي دي چې له دې وروسته به د اجراييه رياست ته يوه افغانۍ هم ور نه کړي او اجراييه رياست ته چې به کومه بوديجه ځانګړې کېده، هغه يې لغوه کړې ده.

پرون د ولسمشر غني له لوري په يوه خپور شوي فرمان کې اجراييه رياست لغوه اعلان شو او همدا راز ټولو ادارو ته هم لارښوونه شوې وه چې د اجراييه رياست له لوري هېڅ مکتوب ونه مني، د ماليې وزارت هم دا پرېکړه د دغه فرمان تر خپرېدو وروسته کړې ده.

سېحون وېبپاڼې د يوې سرچينې په حواله ليکلي دي، چې ماليې وزارت د اجراييه رياست بوديجه لغوه کړې ده او نورو به اجراييه رياست ته يوه افغانۍ هم ور نه کړي.

خو بل لوري ته پرون ځان بللي ولسمشر عبدالله عبدالله هم يوه اعلاميه خپره کړې وه چې په هغې کې يې ويلي و، چې له نن نه وروسته پخوانى ولسمشر محمد اشرف غني ولسمشر نه دى، ځکه چې د ملي يووالي حکومت پاى ته رسېدلى دى.

هغه همدا راز ليکلي و، چې د اجراييه رياست کارکونکي دې خپل کار ته د نور کله په څېر ادامه ورکړي او هغه به د يو فرمان له لارې نوى اجراييه رييس ژر اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د عبدالله عبدالله دويم مرستيال سعادتي سپېدار ماڼۍ ته هم نه و پرېښودل شوى او ځينو سرچينو ويلي و چې د ولسمشر غني لومړى مرستيال امرالله صالح غواړي په سپېدار ماڼۍ کې خپل دفتر جوړ کړي.د سرچينو په وېنا، چې امرالله صالح ولسمشر غني ته ويلي و، چې هغه پوهېږي چې عبدالله عبدالله او د هغه ډله په څه ډول له سپېدار ماڼۍ څخه وباسي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button