نړیوال خبرونه

مالیې وزارت له هېواده بهر د غنمو پر لېږد بندیز ولګاوه

مالیې وزارت د هېواد ټولو ګمرکونو ته امر کړی چې له هېواده بهر په رسمي او قاچاقي ډول د غنمو د لېږد مخه ونیسي.د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، افغانستان هر کال له ۱٫۵ نه تر ۳ مېلیونه ټنو پورې غنمو له کمښت سره مخ وي او د غنمو قاچاق افغانستان له نورو ستونزو مخامخ کولای شي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، افغانستان هر کال او په ځانګړې توګه په وچکالیو کې د غنمو له کمښت سره مخ وي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وايي: «ټولو سرحدونو ته لارښوونه شوې چې د غنمو د لېږد مخه ونیسي. موږ تر اوسه له دې ستونزې سره مخ شوي نه یوو، خو د ډاډ لپاره مو دا کار کړی دی.»د مالیې وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري وايي: «ځینې کسان هڅه کوي چې ایران یا پاکستان ته غنم ولېږدوي، په‌ همدې خاطر ټولو ته لارښوونه او امر دی چې بهر ته یو دانه غنم هم و نه لېږدول شي.»

نور یی ولوله | د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون د لمنځه وړلو په اړه د م.م غبرګون

بل‌خوا د کسبګرو خونه ادعا کوي چې په وروستیو کې له افغانستانه یوه اندازه غنم بهرنیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته قاچاق شوي دي. د کسبګرو خونې رییس نورالحق عمري وايي: «پاکستان ته په قاچاقي ډول اوړه وړل کېږي چې دا چاره د بیو پر لوړوالي اغېزه کوي.»

ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت پخوانی مرستیال وايي، په اوکراین کې د روانې جګړې له امله یو زیات شمېر هېوادونه د غنمو په ګډون د غله‌جاتو له کمښت سره مخ شوي او له افغانستانه د غنمو په قاچاق کېدو سره دغه هېواد ډېر زیانمن شي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، روسیې قزاقستان ته هم د غنمو د صادراتو بهیر درولی دی. افغانستان د خپلې اړتیا وړ غنم او اوړه له روسیې او قزاقستانه واردوي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button