متحده عربي اماراتو د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه
د متحده عربي اماراتو د دولت رئیس شیخ محمد بن زاید النهیان د نورو سفیرانو تر څنګ د طالبانو د سفیر باورلیک هم ومانه
د متحده عربي اماراتو دولت په افغانستان کې د هر نظام په راتګ سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې او همکارۍ ښې ساتلي دي، خو دا ځل یې د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو اعلان نه دی کړی.
د متحده عربي امارات ددولت رییس د چار شنبې په ورځ د طالبانو د سفیر په ګډون د یو شمېر نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل.
د شیخ محمد بن زاید ال نهیان په ماڼۍ کې د سفيرانو اخستل شوي ګډ عکس کې د طالبانو سفیر «مولوي بدرالدین حقاني» له بیرغ پرته او له یوې ښځې سره اوږه په اوږه لیدل کیږي.
له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې
متحده عربي اماراتو د طبیعي پېښو او بحران پر مهال له افغانستان سره بشري بېړنۍ مرستې کړي دي.
دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په هرات کې له زلزله ځپلو سره خوارکي او غیر خوارکي توکو مرسته وکړه چې موقت روغتونونه او طبي وسایل هم په کې موجود وو.
پر دې سربېره، متحده عربي اماراتو په افغانستان کې له هغو خلکو سره د ۳۳ ټنو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه چې د افغانستان په جنوب هرات ولایت کې تېر کال زلزلې وځپل او د سر او مال دروند زیان یې ورته واړوه.
نور ولولئ: د پېښو پر مهال له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې
نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ
نور ولولئ: متحده عربي اماراتو په خان یونس کې بې ځایه شوو ته بشري مرستې ورسولې
همدارنګه اماراتو په ۲۰۲۲۲ کال کې افغانستان ته د بشري مرستې بار ۳ الوتکې ولېږلې.
اماراتو د ۱۰۰۰ مربع متره ساحوي روغتون سره درې الوتکې، چې ۷۵ بسترونه او دوه عملیاتي خونې یې درلودې چې د وروستیو طبي تجهیزاتو او وسیلو سره سمبال وې، افغانستان ته د زلزلې قربانیانو ته د مرستې لپاره ولیږلې.
اماراتو همدارنګه ۱۶ متریک ټنه تجهیزات او یو طبي ټیم لیږلی وو ترڅو روغتون فعال کړي او عاجل طبي خدمات وړاندې کړي.
د متحده عربي اماراتو له لوري د نورو سفیرانو منل
د متحده عربي اماراتو دولتي رسنۍ خبر ورکړ، چې شیخ ال نهیان د ابوظبي په الوطن ماڼۍ کې د طالبانو د سفیر په ګډون د یو شمېر هېوادونو سفیرانو ته هرکلی ووایه او د هغوی باورلیکونه یې ومنل.
آل نهیان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي چې نوي سفیران به په دغه هېواد کې له هر راز اسانتیاوو او د متحده عربي اماراتو د حکومتي مسوولانو له ملاتړه برخمن وي.
په دې ناسته کې د نایجریا، استوانیا، پیرو، تاجکستان، مالدیف، کینیا، بروني دارالسلام، السلوادور، مالي، باربادوس، فیجي، مالیزیا، جاپان او موزمبیک هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه منل شوي دي.
طالبانو د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې خپل سفیر مولوي بدرالدین حقاني متحده عربي اماراتو ته ور پېژندلی و او هغه مهال یې خپل باورلیک د یاد هېواد د تشریفاتو مرستیال وزیر سیف عبدالله الشامسي ته سپارلی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دوی سفیر به خپل باور لیک په نږدې راتلونکې کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو امیر ته وړاندې کړي.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پاکستان او سعودي عربستان ترڅنګ متحده عربي امارات په نړۍ کې یوازیني هېوادونه وو، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.