نړیوال خبرونه

متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ متحده عربي اماراتو ته په خپل سفر کې له ځينو افغان سیاستوالو او سوداګرو سره لیدلي دي. 

ښاغلي وېسټ په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا له رییس حاجي صدرخېل او ځينو نور افغان سوداګرو سره یې لیدلي دي. د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي چې په دغې لیدنه کې، د بانکوالۍ په وړاندې ننګونو ، بیارغونې، هوايي کرښو، او ځينو نورو موردونو په هکله خبرې اترې کړې دي

نور یی ولوله | افغانستان کې د ژمي د چکر لپاره تر ټولو غوره کوم ځای دی؟

نور یی ولوله | افغان تجار محمود کرزي په اړه معلومات

ټام ویسټ 

د ښاغلي وېسټ په وینا، بانکي معاملات تراوسه هم یوه ننګونه ده، چې په مالي، او د پیسو په سیاستونو او د اسلامي امارت د کارکوونکو له خوا ښه والي ته اړتیا لري. هغه همدارنګه په یو لړ ټویټونو کې د متحده عربي اماراتو له حکومتي چارواکو سره د لیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د افغانانو د اساسي حقونو له خوندیتوب سره، د ګډو ګټو، اقتصادی ثبات او د بشري مرستو د شدت په هکله خبرې اترې کړې دي. 

د امریکا ځانګړي استازی

د امریکا ځانګړي استازي له دې مخکې د دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په دوبۍ کې لیدلي او د بېلابېلو مسایلو لکه د نجونو د زده کړو، د ښځو کار، د اقتصادي او ټولنیز ثبات په هکله خبرې کړې دي. ښاغلي وېسټ وویل:«متحده عربي امارات د افغانستان د اوږد مهاله سوداګریز مرکزیت په برخه کې مهمه او فعاله ونډه لري

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button