
اړوند خبرونه:
UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه
د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه
متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته
په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له اوږدې جګړې، اقتصادي ستونزو او روغتیايي ننګونو سره مخ دی، د سیمې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې د افغانانو د روغتیايي وضعیت د ښهوالي لپاره مرسته وکړي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د عامې روغتیا وزارت تازه اعلان کړی، چې قطر، سعودي عربستان او په ځانګړي ډول متحده عربي امارات له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.
د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د چهارشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې له رئیس، حنان بلخي، او همداراز د قطر، سعودي عربستان او اماراتو د روغتیا وزارتونو له استازو سره آنلاین ناسته کړې ده. په دغه ناسته کې د روغتیايي خدماتو پراخولو، د ساري ناروغیو، په ځانګړي ډول د ګوزڼ یا پولیو پر ضد مبارزې، او د نړیوالو مرستو د جلبولو په اړه خبرې شوې دي.
د اماراتو ځانګړې ونډه
که څه هم قطر او سعودي عربستان هم د همکاریو ژمنې کړې، خو د متحده عربي اماراتو رول پیاوړی او د پام وړ بلل شوی. متحده عربي امارات تر دې وړاندې هم د پولیو واکسین د کمپاینونو لپاره د مالي او تخنیکي امکاناتو برابرول، د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې او تجهیز په برخو کې د پام وړ مرستې کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي چې اماراتي چارواکو یو ځل بیا ژمنه کړې چې د افغانستان د روغتیايي سکتور ملاتړ ته به دوام ورکړي، په ځانګړي ډول د هغو سیمو لپاره چې تر اوسه له روغتیايي خدماتو بېبرخې پاتې دي. دا ژمنه له هغه وروسته کېږي، چې د افغانستان له یو شمېر لرې پرتو ولایتونو څخه راپورونه ورکړل شول چې لا هم هلته د واکسیناسیون کچه ټيټه او د ساري ناروغیو خپرېدل د اندېښنې وړ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ملاتړ
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازي هم په دې ناسته کې ټینګار کړی چې باید د افغانستان روغتیايي خدمات بنسټیز او پایدار شي. دا سازمان د نړیوالو مرستو د همغږۍ لپاره مهم رول لري، خو له سیمه ییزو لوبغاړو لکه اماراتو، قطر او سعودي عربستان پرته دا مرستې اغېزمن تطبیق کېدای نه شي.
متحده عربي اماراتو د افغانستان لپاره یوازې یو خیریه هېواد نه دی، بلکې یو مهم ستراتیژیک شریک ګرځېدلی، چې هڅه کوي د افغانانو ژوند د اوږدمهاله پروژو د تطبیق له لارې بدل کړي.