نړیوال خبرونه

متحده عربی امارات د افغانستان ملاتړی دی.

د افغانستان خوست او پکتیکا ولایت کې تېره هفته شپې ناوخته  زلزله راغله او د ۱۰۰۰ څخه زیات هېوادوالو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.او دېری پکې ټپیان هم شو.به دې لړ کې د نورو ملکونو تر څنګ متحده عربي اماراتو مرستې وکړې.د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونه په افغانستان کې د زلزله ځپونکې منتقو ته یو مجهز طبي ټیم او یو ساحوي روغتون سره یو ځای د خوراکي توکو او لومړنیو طبي توکو سره یو هوايي پل پیل شو

د اماراتو حکومت روغتون ته بسترونه او درمل ولېږل

د شیخ محمد بن زاید په ځانګړې لارښوونه بیړنی روغتون جوړ شو هغه همداراز لارښوونه وکړه چې د ټپیانو زرتر زره درملنه وشي.د عربی اماراتو حکومت دغې روغتون ته  بسترونه او درمل راواستول دوي په دغه روغتون کې درمل مفت توزیع کوي او همداراز د عامو مریضان درملنه هم پکې کوي. دوي د نورو طبي کومکونو ترڅنګ ګرځند کلینیکونه د زلزله ځپلو لپاره فعال کړي دي.عربي امارات غواړي چې د افغانستان چې دوست هېواد ېې دی په هر ډګر کې مرسته وکړي دوي همېشه د افغانستان د ولس لاسنیوی کړی.

نور یی ولوله| عربي اماراتو افغانستان سره څه ډول مرستې وکړې؟

نور یی ولوله| اسدالله هارون: له کوم جرم پرته پنځلس کاله په ګوانټانامو کې بندي وم

متحده عربي امارات له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي

باید یاده کړو چې عربی اماراتو اافغانستان او نورې نړی سره ښه تعامل غواړي دوي هر وخت د دوست هېوادونو سره مرستې کوي دوي د بې وزلو او اړمنو سره هم مرستې کړي.هېره دې نه وي چې دوي د خوست او پکتیکا ولایت زلزله ځپلو سره د طبي مرستو تر څنګ د خوراکي مرستې هم وکړې.

دوي یوه طیاره د خواراکي توکو سامان ته ځانګړې کړې وه او د شنبې په ورځ ېې د خوست هوايي ډګر ته راواستوله.د دې تر څنګ عربي اماراتو د افغانستان د خلکو لپاره د سولې ثبات او سوکالۍ راوستلو  کې مهم رول لوبولی دی.دوی همېشه هڅه کړې ده چې د افغانستان خلک په با ثباته افغانستان کې خپل ژوند مخې ته بوزي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button