سیمه ییز خبرونه

متقي د قزاقستان سفیر ته: له تاسو مننه چې پر طالب چارواکو مو لګولي بندیزونه لرې کړل

امیرخان متقي د قزاقستان له سفیر مننه کړې چې ددې هېواد سترې محکمې پر طالب چارواکو لګولي بندیزونه ترې لرې کړي دي

د طالبانو د کنترول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یسین ګلدیف سره لیدلي دي. په دغه لیدنه کې متقي له یاد سفیر مننه کړې چې د قزاقستان سترې محکمې طالب مشران او لوړپوړي چارواکي یې د بندیزونو له نوملړ ایستلي دي.

پر سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګار

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې دواړه لورو د افغانستان او قزاقستان تر منځ پر پیاوړو دیپلوماتیکو اړیکو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

امیرخان متقي د قزاقستان له سفیر غوښتي چې ددې اړیکو پر پراختیا له خپل دولت سره خبرې وکړي او زمینه دې برابره کړي تر څو دواړه هېوادونو ښې اړیکې ولري.

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو شتمنۍ لوټ کېږي

متقي داسې مهال دا غوښتنه کوي چې افغانستان تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوالو ورڅخه د بشر حقونو د تامین غوښتنه کوي.

طالبانو بې له دې چې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب ووايي، له نړۍ او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سیاسي تعامل په لټه کې دي.

په کابل کې د قزاقستان سفیر او د منځنۍ اسیا هېوادونو اندېښنې

په کابل کې د قزاقستان سفیر ټینګار کړی چې د قزاقستان او افغانستان تر منځ باید سوداګري پراخه شي او طالبان باید هغه خنډونه له منځه یوسي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا مخه ډب کوي.

بل لور ته په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک اخیستو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو چې په سر کې یې تاجکستان دی، د امنیت له پلوه د افغانستان له پولو او خاورې اندېښمن دي.

د همدې امنیتي اندېښنو په خاطر چې زیاتې یې د داعش له ویرې دي، تاجکستان خپلې پولې تر پخوا مضبوطې کړې او له افغانستان سره پر پوله یې نوي پوستې جوړې کړې.

د منځنۍ اسیا هېوادونو د امنیتي تهدید مسئله له مسکو او نورو نړیوالو کنفرانسونو کې هم شریکه کړې ده، خو طالبانو بیا د معمول په څېر د یادو هېوادونو اندېښنې بې بنسټه بللې او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هیچا په زیان ونه کاورل شي.

د یادونې وړ ده یوازینی هېواد چین دی چې د طالبانو سفیر ته یې اعتبار لیک وړاندې کړ.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button