سیاست

متقي د هند استازي ته؛ د افغان محصلانو او سوداګریزو ویزو اسانتیا برابره کړئ

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي انند پراکاش او د ایران او پاکستان له یو شمېر چارواکو سره وکتل څو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر څرنګوالي بحث وکړي.

مولوي امیرخان متقي د دیپلوماتیکو او اقتصادي همکاریو پر امکاناتو ټینګار وکړ او له هندي پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د پانګونې موجود فرصتونه له پامه ونه غورځوي.

نوموړي د ناروغانو، محصلانو او سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د عادي ویزو د بهیر د بېرته فعالېدو اړتیا هم یاده کړه.

انند پراکاش د افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار وکړ او هیله یې وښوده چې د بېلابېلو برخو په کچه به همکاري نوره هم پراخه شي. هغه اعلان وکړ چې هند به په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونه وکړي او هغه پروژې به بیا فعالې کړي چې له پخوا ځنډېدلې وې.

دواړو لورو د اړیکو د پراختیا، د ویزو د تبادلې د اسانتیا، او د دوه اړخیزې همکارۍ د پراخولو پر اهمیت موافقه وکړه، او د دواړو هېوادونو د مثبتې راتلونکي د جوړولو لپاره یې د ګډ ژمنتیا څرګندونه وکړه.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button