اقتصاد او سوداګري

متقي: نړیوال دې پر سوداګرۍ محدودیتونه لرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالو د سوداګریزو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له استازې سره په کتنه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې “د افغانستان پر سوداګرۍ” د لګول شویو محدودیتونو په لېرې کولو کې مرسته وکړي.‌

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا، د یوناما د بشري مرستو مرستیال نن پنجشنبه (۱۳ جون) په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر کتلي دي.

د طالبانو له واکمنېدو سره نړیوال محدودیتونه

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۱ کال کې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، پر حکومت یې اقتصادي بندیزونه ولګول شول او له همدې امله افغان پانګوال په اسانۍ د بانکونو له لارې پيسې بهر نه شي لېږدولی.‌

اوس د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له اغلې اوتونبایوا سره په کتنه ویلي “نړيواله ټولنه بايد د بشري مرستو تر څنګ د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ لګولي محدوديتونه لرې کړي او هغوی ته د باعزته کاروبار فرصت ورکړي.”

نور ولولئ: ګا ک شرکت ته د افغان سوداګرو هر کلی

د افغانستان پانګوال وايي،‌ تېرو نژدې دوو کلونو کې له لویه سره بهرنیو هېوادونو ته پيسې د حوالو له لارې استوي او پر بانکونو د پيسو استول”ډېر محدود دي.”

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارسمبالی مشر یونس مومند، حفیظ الله معروف ته ویلي، “د جمهوریت پرمهال یو لک ډالر په ۲۰۰ ډالرو بهر ته استول کېدل، خو اوس باید تر ۳۰۰۰ ډالرو پرې ورکړل شي.”

پر پانګوالو د یادو محدودیتونو اغېز

ښاغلی مومند وايي،‌ له دومره لګښت سره سره بیا هم افغان سوداګر د بانکونو له لارې پیسې هر‌ هېواد ته نه شي‌ استولی.‌

د یونس مومند وېره دا ده چې د افغان سوداګرۍ پانګه یې “په تورو پيسو” بدلېږي. نوموړی وايي،‌ دلیل یې دا دی چې د بانکونو پر ځای مجبور دي نغدي پیسې د صرافۍ د حوالو (د پيسو د لېږد نارسمي لارې) له لارې بهر ته واستوي‌ او په دې ډول یې پیسې تورې (چې مالیه پرې نه وي ورکول شوي) بلل کېږي.‌

ښاغلي مومند له هم نړیوال غواړي چې د افغانستان پر سوداګرو د پيسو د لېږد را لېږد محدودیت لېرې کړي.‌

په دوبۍ یوه بل افغان پانګوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي،‌ بي بي سي پښتو ته ویلي،‌ “تر هغې چې د سوداګرو د پیسو په لېږد را لېږد بندیزونه لېرې نه شي، افغانستان کې پانګونه پرمختګ نه شي کولای.”

د دغه پانګوال په وینا،‌ که افغان سوداګر د توکو د لېږد را لېږد لپاره پیسې د بانکونه له لارې و نه شي‌ استولی، پانګوال د پانګونې لپاره زړه نه ښه کوي.‌

نژدې میاشت وړاندې،‌ د طالبانو په حکومت کې د افغانستان بانک مشر هدایت الله بدري هم ویلي و، چې د افغانستان‌ پر بانکي سیستم بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد ځپلی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button