مجاهد: افغانستان به یوه قوي اردو ولري

د طالبانو ویاند او د فرهنګي کمیسیون مشر وایي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ملا تېر دی او دوی غواړي چې افغانستان یوه قوي اردو ولري، نو د وضعیت له ارامېدو سره به هغوی هم خپلو دندو ته را وغواړي.
ښاغلي مجاهد پرون په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دوی ترکیې ته د دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې پیاوړې اړیکې ورسره ولري، خو په وینا یې چې د دغه هېواد پوځي حضور ته په افغانستان کې اړتیا نشته.نوموړي د بیان ازادۍ په هکله ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دوی د بیان ازادۍ، د اسلام په رڼا کې د ښځو او هېوادوالو بنسټیزو حقونو ته ژمن دي.

نوموړي د هنرمندانو د کار او هنر په هکله وویل چې هغوی امن دي خو دا چې د کار اجازه به ورکړل شي او کنه، په دې اړه به وروسته تصمیم ونیول شي.مجاهد هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې د دوی له لوري ښځو ته په ځینې ادارو کې د کار اجازه نه ده ورکړل شوې، خو ټینګار یې وکړ چې د یو میکانیزم له مخې به د ټولو ادارو ښځینه کارکوونکې هم بېرته خپلو دندو ته راوغوښتل شي.
هغه د هنرمندانو د کار او هنر په هکله وویل چې هغوی امن دي خو دا چې د کار اجازه به ورکړل شي او کنه، په دې اړه به وروسته تصمیم ونیول شي.پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د دې هېواد د موسیقۍ ملي انسټیټوټ تړل شوی دی. د دغه انسټيټوټ بنسټګر ډاکتر احمد ناصر سرمست ویلي چې د طالبانو تېرې دورې ته په کتو یې دا پرېکړه کړې ده.
د ښاغلي سرمست په خبره د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ د ۳۵۰ زده کوونکو ترڅنګ د هر يو افغان سندرغاړي ژوند دا مهال له خطر سره مخامخ دی.طالبانو په خپله مخکېنۍ دوره کې پر موسیقۍ، فلم، تیاتر، ډرامو او نورو ښکلیو هنرونو کلک بندیز لګولی و.