ځایی

مجاهد: د هرات زلزله ځپلو ته ۳۶ بابه کورونه جوړ او ورته وسپارل شول

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د هرات زلزله ځپلو ته ۳۶ بابه جوړ شوي کورونه وسپارل شول

داد هغو جوړونکو کورونو لړۍ ده چې د هرات ولایت د زلزله ځپلو لپاره یې طالبان، مؤسسو او خیریه بنسټونو له لوري جوړېږي تر څو دغه زلزله ځپلو ته د سرپناه لپاره یو څه وکړي او دوی خوندي کړي.

د طالبانو ویاند وایي، چې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د جوړو شویو کورونو د سپارلو د بهیر په دوام ۳۶ بابه کورونه د هرات زلزله ځپلو ته وسپارل شول.

ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ماښام په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د ۳۶ بابه کورونو کلیانې یې د رباط سنګي ولسوالۍ په خوش رباط او باغ زحمت سیمو کې زلزله ځپلو ته سپارل شوي.

earthquake
انځور؛ زلزله ځپلې کورنۍ تر شنه اسمان لاندې.

جوړ شوي کورونه ۱۱۰ بابه دي

تردې مخکې په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۶مه) ویلي وو، چې دغې ډلې د هرات د زلزله ځپلو لپاره د استوګنې ١١٠ جوړ کړي کورونه د هرات رباط سنګي سیمې زلزله ځپلو کورنیو ته تسلیم کړي دي.

نور ولولئ: د هرات زلزله‌ځپلو سره د امریکا ۱۲ میلیونه ډالر بشري مرسته

نور ولولئ: د هرات زلزله؛ زیانمن خلک وايي، هوا سړه ده خو سرپناه نه لرو

نور ولولئ: د هرات زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۳۷ میلیونه ډالر تر لاسه شوي

احمدالله متقي ویلي، چې اوسمهال د هرات په زلزله ځپلو سيمو کې د ٣ زره ٦٦٣ کورونو د جوړولو چارې روانې دي.

همدا راز د سې شنبې په ورځ (د مرغومې ۱۹مه) طالبانو د هرات زلزله ځپلو لپاره د جوړو شویو کورونو د سپارلو بهیر کې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۲۵ بابه جوړ شوي کورونه سپارلي دي.

د زلزله ځپلو کورنیو شکایتونه

له دې وړاندې په هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کورنیو شکایت وکړ چې د مؤسسو او خیریه بنسټونو له مرستو سره سره بیا هم په دې یخه هوا او ساړه ژمي کې تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي او د کورنیو ماشومان او ښځې یې له ډول ډول ناروغیو سره مخامخ دي.

earthquake1
د زلزله ځپلو کورنیو حالت په انځور کې لیدلی شی.

داسې راپورونه هم تر لاسه شوي چې په شوو مرستو کې شفافیت نشته او طالب جنګیالیو کې داسې کسان شته چې فساد یې په کې کړی، خو طالبانو تر اوسه ددې تورونو په تړاو چوپه خوله دي.

بل لورته دوی شکایت کوي چې په ورسره شوو مرستو کې زلزله ځپلو ته کم څه رسېدلي او باقي نور یې حیف میل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دوه میاشتې وړاندې په هرات کې یوې خونړۍ زلزلې څو کلي هوار کړل او خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button