نړیوال خبرونه

محب: افغان سرتیري د سولې اتلان دي

د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان سرتېري چې نن د جګړې اتلان دي سبا همدارنګه د سولې اتلان هم وي.

ښاغلي محب د کب نهمې د افغان سرتیري د ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي چې د افغان سرتېرو د قربانیو له برکته وسله وال طالبان د جګړې پر ځای سولې ته حاضر شوي دي.

محب ویلي: “زموږ سرتیري چې نن د جګړې اتلان دي،د سولې په ټینګښت سره به سبا د سولې اتلان هم وي.”

هغه زیاته کړې چې افغان سرتیري له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړي صف کې ولاړ دي او همدارنګه ۹۴سلنه خپلواک پوځي عملیات تر سره کوي.

محب زیاتوي چې تېر میلادي کال افغان سرتیرو له وسله والو مخالفینو څخه اته ولسوالۍ ونیولې او ګڼ شمېر وسله وال افغان پوځ ته تسلیم شوي دي.

محب پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د کب ۹مه د افغان سرتېرو ورځ ده.

دا ورځ پر داسې مهال لمانځل کیږي چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې په اساس د تاوتریخوالي کمولو د اونۍ یوازې یوه ورځ پاتې ده.تېره شنبه د یوې اونۍ لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پيل شوه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button