سیمه

محمدعلي سیف وايي، د عمران خان پیغام مو تر طالب مشرانو ورساوه

اړوند مطالب:

اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

پاکستاني رسنۍ جیونیوز د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار محمدعلي سیف په حواله لیکلي، چې د طالبانو له سفیر سره په لیدنه کې یې د عمران خان او د علي امین ګنډاپور پیغام طالب مشرانو ته رسولی دی.

هغه ویلي، چې قبایلي او سیاسي مشران او دیني عالمان غواړي افغانستان ته یو پلاوی واستوي او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو غوښتونکي دي.

هغه وایي، په دغې لیدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر بنسټ د اړیکو د پراختیا هوکړه هم شوې ده.

د جیونیوز په راپور کې د طالبانو د سفیر سردار احمد شکېب په حواله راغلي، چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو پیاوړتیا د سیمې او خلکو په ګټه ده.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان او افغانستان اړیکو په ښه کولو کې د دوی رول د ستاینې وړ دی.

په اسلام اباد کې بیا د طالبانو سفارت هم تېر ماښام پر اېکس پاڼه کاږلي و، چې په دغې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ اړیکې، دوه اړخیزه سوداګري، د شته ننګونو د حل لپاره شته ظرفیتونه بحث شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button