نړیوال خبرونه

محمد اشرف غني څوک دۍ

اشرف غني چې ۷۰ او د افغانستان برحاله ولسمشر دی، په ۱۳۲۸ هجري لمریز کال کې د افغانستان د لوګر په ولایت کې زېږېدلی دی.

نوموړی په ۱۹۷۷ کې له افغانستان څخه ووت او شاوخوا دوې لسیزې وروسته بېرته هېواد ته ستون شو. محمد اشرف غني د متحدو ایالتونو د کولمبیا د پوهنتون څخه په انسان پېژندنې کې دوکتورا لري.

ښاغلي غني په نړیوال بانک کې د ۱۱ کلونو کار وروسته، په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان ته ستون شو، د ملګرو ملتونو سره یې کار پیل کړ او ورپسې د مرستو د همغږۍ د ادارې مشر شو.

اشرف غني چې هغه مهال یې د احمدزي تخلص هم کاروه، د ولسمشر حامد کرزي لخوا په ۱۳۸۴ کې د ماليي وزیر په توګه وټاکل شو. دی د افغانستان د ماليې یو بریالی وزیر بلل کېږي. د ده په وزارت کې افغانستان د نویو بانک نوټونو خاوند شو.

ښاغلي غني د ۲۰۰۹ کال ولسمشرۍ په ټاکنو کې یوازې څلور سلنه رایې وګټلې، تر ټاکنو وروسته د کابل پوهنتون د مشر په توګه وټاکل شو. ښاغلی غني بیا وروسته د نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د واک د انتقال د بهیر مشري وکړه.

د ۲۰۱۴ کال د ناندریزو ټاکنو په پاې کې، ښاغلي غني،‌ د امریکا د هغه مهال د باندنیو چارو وزیر په منځګړیتوب، له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ملي یووالي د حکومت د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

محمد اشرف غني په درېیم ځل هم د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید شو. د هغه لمړی مرستیال امرالله صالح او دویم یې سرور دانش دي.

د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په ۲۸ نېټه د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات وشول چې شاوخوا پنځه میاشتې وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۱۸ نېټه یې نتایج اعلان شول.

حوا علم نورستانۍ وویل چې محمد اشرف غني (١٨٢٣٩۴٨) رایو له جملې څخه یې (۹۲۳۵۹۲) رایې ګټلې چې د ټولو رایو ۵۰.۶۴ فیصده کیږي، په دې حساب هغه د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button