لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

محمد نبي ته رایه ورکړۍ

په شل آوریزه سیالیو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه او نوموتی لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل د ویسټ انډیزي تکړه لوبغاړي کریس ګېل سره سیالي ته لوېدلی، چي د رایو په اساس ګټونکی اعلانیږي.

انفو کرکیټ(ESPN) چي د کرکیت مشهوره ویب سایټ دئ اوس ئې د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چي د ټولنیزو رسنیو له لاري د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کیږي.

چي په لومړي سر کي د ۳۲، وروسته د ۱۶، بیا د ۸، بیا د ۴ او بیا وروسته پاینل ته د لاري پيداکوونکو دوو لوبغاړو ترمنځ سیالي ترسره کیږي.

په هغه دوو کي بیا که هر چا ډېري رايي خپلي کړې د شل آوریزه سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی پېژندل کیږي.

په همدې موخه دې ویب سایټ د محمدنبي عیسی خیل او کریس ګېل ترمنځ سیالي اچولې او د ټولنیزو رسنیو له کارکوونکو ئې غوښتي، چي ستاسو د خوښي لوبغاړی ګېل که نبي دی؟

محمد نبي ته رایه ورکړۍ

که څه هم ګریس ګېل د خپل وخت یو داسي کرکیټر وو، چي د بې رحمه توپوهني له امله خلګ ورته ګوته په غاښ وه. خو اوس دې ویب سایټ د محمد نبي عیسی خېل سره سیالي ته اچولی.

له دې څرګندیږي، چي محمدنبي یو له هغه کرکيټرانو څخه دئ، چي په نړیواله سطحه نوم لري.

محمد نبي د شل آوریزه او یو ورځنیو لوبو دواړو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی الراونډر لوبغاړی دی.

انفو کرکیټ یوه اونۍ مخکي د بل افغان لوبغاړي راشد خان او پاکستاني سید اجمل ترمنځ هم سیالي اچولې وه، چي راشد خان ورڅخه ډيري رایې خپلي کړې او بل پړاو یا ۱۶ لوبغاړو ته ئې لاره پيداکړه.

د معلوماتو له مخي، چي راشدخان آرمان ۵۸ سلني رايي خپلي کړي وې.

دا په داسي حال کي ده، چي راشدخان آرمان د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی دئ.

د هغه ترڅنګ راشد خان آرمان د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کي شپږم ځای لري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button