لوبې

محمد نبي د بنګله دېش پر وړاندې د ماتې لامل په ګوته کړ

نن افغان کرکټ لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې شل اوریزه لوبه ترسره کړه، خو دغه لوبه افغان لوبډلې د ۶۱ منډو په ستر توپیر وبایلله.

په دغه لوبه کې بنګله دېش لوبډلې په لومړي وار ۱۵۵ منډې وکړې، چې افغان لوبډلې ورته ځواب کې ۹۴ منډې وکړې، یعنې افغان لوبډله د توپ وهنې په برخه کې خورا کمزورې وه.

نور یی ولوله | افغانستان کې د مالي معاملاتو امریکایي جواز مثبتو غبرګونونو سره مخ شو

له لوبې وروسته محمد نبي د ماتې لامل په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې افغان توپ اچونکو ښه توپ اچونه وکړه او و یې کولی شوه چې بنګالي لوبډله تر ۱۵۰ منډو را ایساره کړي.

نبي زیاته کړه، موږ فکر کاوه چې یاد هدف به ترلاسه کړو، خو د پاور پلی دننه مو ژر-ژر ویکټې له لاسه ورکړې او همدا د دې لامل شو چې موږ لوبه وبایلله، خو په وینا یې چې بله لوبه کې به د بریا هڅه وکړي.

د ویلو ده چې افغان لوبډله له بنګله دېش سره دوه شل اوریزه لوبې لري، چې نن یې لومړۍ لوبه وبایلله او دویمه لوبه به د شنبې په ورځ ترسره کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button