نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

مراکش کې زوروره زلزله؛ سلګونه کسان مړه او ټپیان دي

د یادې زلزلې مرکز د اطلس غرونه ښودل شوي او د ریهکټر کچه یې ۶،۸ ښودل شوي

یوې زورورې زلزلې د مراکش مرکزي برخې لړزولې او د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا له همدې کبله لږ تر لږه ۲۹۶ کسان مړه شوي دي.

نور ولولئ: د افغانستان په شمال کې زلزله شوې

د ریهکټر په کچه د دې زلزلې شدت شپږ اعشاریه اته درجې یاد شوی دی. ویل کېږي، د زلزلې مرکز له مراکش نژدې ۷۱ کیلومتره لېرې په اطلس غرونو کې و او د امریکا جیولوژیکل سوسایټي د معلوماتو له مخې زلزله اتلس اعشاریه پنځه کیلومتره په ځمکه کې دننه پیل شوه.

د زلزلې ټکان په لرې سیمو کې هم محسوس شوی

د رپوټونو له مخې د دې زلزلې ټکانونه له اطلس غرونو نژدې ۳۵۰ کیلومتره لېرې پلازمېنه رباط او دغه راز کاسابلانکا ښارونو کې هم محسوس شوي دي.

لومړی ځل دا زلزله له ځايي وخت سره سم ماخوستن ۱۱ بجې او ۱۱ دقیقې وشوه او دویم ځلي یې څلور اعشاریه نهه درجو ټکانونه ۱۹ دقیقې وروسته بیا محسوس شول. د دې هېواد کورنیو چارو وزارت وايي، ډېری کسان په مراکش او سویلي سیمو کې مړه شوي دي.

د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، په بېلا، بېلو سیمو کې ۱۵۶ ټپي شوي کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي.

په ځینو انځورونو کې ویجاړی ډېر لیدل کېږي

پر خواله رسنۍ ایکس (مخکیني ټویټر) خپرو شویو ناتایید شویو ویډیويي کلیپونو کې ځینې ورانې شوې ودانۍ لیدل کېږي او د ښارونو لارې کوڅې ښکاري چې له خاورو خځلو ډکې دي. رویټرز خبري اژانس ته یوه ځايي اوسېدونکي ویلي، د مراکش په زاړه ښار کې ځینې ودانۍ نړېدلې.

پر ایکس خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې ځینې ودانۍ په داسې حال کې لیدل کېږي چې د نړېدو په حال کې دي، خو بي بي سي نه توانېدلې تائید کړي، چې دا ودانۍ په کومه سیمه کې دي. ویل کېږی، د زلزلې د نورو ټکانونو له ډاره د ښار ډېری اوسېدونکي له کورونو بهر پاتې شوي دي.

نور ولولئ:  افغان مېرمنې په ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ګاڼې مرسته کوي

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې هم ویل شوي، د یوې کورنۍ غړي د دې تاریخي ښار په ورانه شوې ودانۍ کې ایسار پاتې وو او یو شمېر کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې ترکیه او سوریه زورورې زلزلې ولړزول چې ګڼو کسانو ته یې مرګ او ژوبله واړوله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button