نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

مسجد الحرام ته د ننوتلولپاره دکرونا ويروس ځانګړي ګېټونه لګول شوي

کورونا ويروس چې د افغانستان په شمول یو شمېر هېوادونه کې خپور شوۍ دۍ د همدې  مخنيوي په پار د سعودي عربستان د حرمين شريفين مسوولينو د مسجد الحرام ته ننوتلو په لاره باندې د مېکروب يا ويروس ضد دروازې لګولې دي د دې دروازې سره به عام وکړي وکولۍ شي چې مسجد الحرام ته د ننوتو په وخت کې په محفوظ ډول داخل شي. .

د حرمين  د ټویټر اکاونټ نه یو ټويټ شوۍ دۍ او ويل شوي دي پکې، چې په مسجد الحرام کې د مېکروب يا ويروس ضد دروازې لګول شوې دي، که چېرته دا تجربه بريالۍ شوه، نو د مسجد الحرام په ټولو برخو کې به دا ډول دروازې وګول شي. دې دروازو سره عام وګړي سکین کيږي او بیا د داخلېدو اجاره ورکول کيږي. .

د عربيميډیا  د راپورونو له مخې ، هر څوک چې مسجد الحرام ته ننوځي، نو لومړى به د دې مېکروب ضد دروازې څخه تېرېږي او په هغه کس باندې به له سر څخه تر پښو پورې د ويروس ضد درمل شيندل کېږي تر څو د ویروسو مخنیوۍ وکړي دغه ګام په عالمي ميډیا کې ډېر زیات مشهور شوۍ او ستایل شوۍ.

د حرمین اکاونټ ټويټ لاندې په انګلیسي ژبه دۍ لوستلۍ شۍ. .

????????@HaramainInfo

The Presidency launched a temporary experiment of the advanced self-sterilization gates at Masjid Al Haram. If the experiment is successful, only thereafter it will be implemented in various parts of Masjid Al Haram.


مسجد الحرام کې د دې ګېټونو لګولو څخه يوه اونۍ مخکې بيا داسې کامرې لګول شوي دي، چې په يو وخت کې د ٢٥ کسانو د بدن د تودوخې درجه معلومولى شي او دا کامرې په هغه دروازو لګول شوي دي چې خلک پرې دغه جومات ته ننوځي. د دې مياشتې په پيل کې د مدينې منورې په مسجد نبوي کې هم دا ډول کامرې لګول شوې دي.

د تېرې مياشتې په اخېر کې بيا خانه کعبه د کورونا ويروس څخه د ساتلو لپاره د اوزون له نوې ټېکنالوژۍ سره څخه ګټه پورته شوې ده، چې د کعبې غلاف، حجر اسود او د ابراهيم علېه السلام مقام ځاى هم پرې پاک شوى دى.

د يادونې وړ ده  چې د کورونا ويروس له امله په کعبه کې طواف تړل شوى دى، خو اوس د سعودي عربستان حکومت غواړي چې محدودو خلکو ته د طواف اجازه ورکړي. د کورونا ويروس له امله د روژې په مياشت کې په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د روژه ماتي دسترخوانونه هم سږ کال ونه غوړول شو او د هغې پر ځاى په بې وزله خلکو کې خوراکي توکي ووېشل شول.

مسجد الحرام ته د ننوتلولپاره دکرونا ويروس ځانګړي ګېټونه لګول شوي

 سعودي عربستان کې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره سخت بندیزونه لګول شوى دى او په دې لړ کې ټول جوماتونه هم تړل شوي دي په سعودي کې تر دې دمه ۳۲ زره کسان په کرونا اخته دي. .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button