مسلمیار : ملي شورا لا هم نده لغوه شوې

مسلمیار : ملي شورا لا هم نده لغوه شوې.د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ویلي دي، چې تر اوسه د ملي شورا د لغوه کېدو په اړه په رسمي ډول هیڅ نه دي ویلي.
د یو تلویزیون د راپور پر اساس د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ویلي تر اوسه د ملي شورا د لغوه کېدو په اړه په رسمي سند نشته، خو که د نظام بڼه ام..ارت شي، نو ملي شورا به نه وي.او د اوسني ټولو سناتورانو د ملي شورا عضویت به لغوه شي.
لکه څنګه چې یو حکومت له دریو برخو جوړ شوي، چې له هغې جملې یې یو قوه دمقننې قوې په نوم یادېږي، چې په تېر حکومت کې یې دوه برخې ولسې جرګه او مشرانو جرګه جوړولې، جوړ شوی و.

مسلمیار ویلي چې د ملي شورا د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي او د نړۍ پارلمانونو ویلي چې د افغانستان اوسنۍ ملي شورا سره به کار ته ادامه ورکوي.هغه وايي باید ټول پخواني ارګانونه په خپل ځای پاتې شي.
هغه زیاتوي:((تر څو چې بل پارلمان راځي دغه پارلمان به د دنیا له پارلمانونو سره په اړیکه کې وي. زما د اطلاعاتو پر اساس دا د دنیا د پارلمانونو پرېکړه ده.او اوباید همداسې وشي تر څو دحکومت چارې ادامه وکړي.