اقتصاد او سوداګري

مسکو د افغانستان اوسپنې پټلۍ کې پانګونې ته لېواله دی

طالبان وايي، مسکو د افغانستان اوسپنې پټلۍ کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده او دې برخه کې به پانګونه وکړي

روسیې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلې یې دي چې غواړي راتلونکي کال د روسیې افغانستان د دوستۍ په نامه یو کنفرانس هم جوړ کړي.

د روسیې د ولسمشر سلاکار او د داغستان پخواني مشر رمضان عبداللطیفوف ویلي روسیه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو په ځانګړې توګه افغان ټرانس پروژې کې چې منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي پانګونې ته لېوالتیا لري.

نور ولولئ: نن به په رسمي ډول د افغانستان او ایران ترمنځ رېل پټلۍ پرانیستل شي

ښاغلي عبداللطیفوف دغه خبره د طالبانو په حکومت کې د اوسپنې پټلۍ د ادارې د مشر ملا بخت الرحمان شرافت په مشرۍ روسیې ته د ورغلې پلاوي سره په لېدنه کې کړې ده.

طالب پلاوي روسیې ته سفر کړی و

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر چې د روسیې په رسمي بلنه روسیې ته په سفر تللی دی ښاغلي عبداللطیفوف ته ډاډ ورکړی چې روسي پانګوالو ته به په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز د روسیې د ولسمشر سلاکار ویلي چې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پانګونې د لا ښې همغږۍ لپاره باید د سیمې د هېوادونو یوه ګډه کمېټه جوړه شي چې افغانستان په کې دایمې استازولي ولري او هره میاشت پر انلاین غونډه ترسره کړي.

نور ولولئ: افغانستان ته د اوسپتنې پټلۍ له لارې ۷۱زره مټریک ټنه انتقالات

دغه راز په پام کې ده چې روسیې ته ورغلی افغان پلاوی د استراخان نړیواله ناسته یا فورم کې هم ګډون وکړې چې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه جلب کړي.

په یاده پروژه کې نورو هم لېوالتیا ښودلي وه

په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وايي د اوسپنې پټلې په برخه کې نړیواله پانګونه د اوسپنې پټلې له پراختیا سره مرسته کوي او دا پراختیا به د سیمه ییزې پراختیا او اقتصادي غوړېدو لامل شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ترکیې او ایران هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې وه.

طالبانو رمضان عبداللطیفوف ته ډاډ ورکړی چې روسي پانګوالو ته به په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

د اوسپنې پټلۍ په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته یوه عایداتي سرچینه ده چې د طالبانو د حکومت په وینا، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴،۶ میلیونه مرټیک ټنه انتقالات شوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button