مسکو وايي د روسیې د جمهوري ریاست په ماڼۍ برید شوی

ځړول شوی:مې 4, 2023 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

روسیې اوکراین تورن کړی دی چې په کرملین کې یې د ولسمشر ولادمیر پوتین په استوګنې د بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) برید کړی دی. کیف دا تور رد کړی دی

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو چې تائید شوې نه ده، خپره شوې چې په کې ښودل کېږي د کرملین سنا په نوم ودانۍ د ګنبدې په سر چاودنه شوې ده، په دغې ودانۍ کې د روسیې د ولسمشر دفتر هم دی.

د دغه ادعا شوي برید دقیق هدف او په لاره اچوونکي لا مالوم نه دي.

مسکو کیف تورن کړی چې د یو پلان شوي تروریستي عمل په اساس یې غوښتل چې ولسمشر پوتین ووژني

رویټرز اژانس وايي چې د روسیې مخکني ولسمشر دمتري میدویدوف په خپلې ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي دي چې په کرملین باندې د نیمې شپې د ډرون برید‌ مسکو ته بله لار نه ده پرېښې پرتله له دې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او ډله یې خمته او له منځه يوسي.

نور ولولئ: د چین ولسمشر مسکو ته رسېدلی؛ نړیوالو ته څه پيغام لري

خو د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دا خبره رد کړې ده چې ګنې هېواد به یې د دې کار مسئول وي. فرانس پرس د هغه له خولې لیکلي دي: “موږ په خپلې ځمکې کې جنګېږو او د خپلو کلیو او ښارونو څخه دفاع کوو.”

د اوکراین د ولسمشر ویاند میخایلو پودولیاک وايي چې دا د مسکو کار دی هغه وايي چې د روسیې له لوري داسې صحنه سازي شوي راپور ته باید په اوکراین باندې د روسیې له لوري پراخو بریدونو ته د تابیا نیولو د هڅې په سترګه وکتل شي.

نور ولولئ: د روسیې ولسمشر : مسکو په افغانستان کې د ثبات په راوستلو کې مرسته کوي

د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور په اساس د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دغې ادعا په اړه شک ښودلی او ویلي دي چې دا مالومات تايیدولای نشي. انتوني بلینکن دا خبره هم کړې ده که اوکراین د روسیې په خاورې برید وکړي، متحده ایالتونه به یې ونه غندي او دا د اوکراینانو پرېکړه ده.

کرملین ویلي دي چې د روسیې پوځ او ځانګړو ځواکونو یې دا ډرونونه غیر فعال کړي او هرکله او هر چېرته یې چې مناسب وګاڼه، غچ اخیستل یې حق دی

سره له دې چې لا د دغه برید تنظيمونکي او په لاره اچوونکي څرګند نه دي، خو اوکراین د دې وړتیا لري چې په روسیې په خاورې کې لوی بریدونه وکړي او په تېر وخت کې یې هم دا کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *