ټکنالوجي

مصنوعي زلزله

مصنوعي زلزله یا هارپ څه ته وايي او ولې رامنځته شوي ده؟

مصنوعي زلزله يا هارپ يوه څېړنيزه پروژه ده، چې پۀ ظاهره د راډيويي څپو پر مټ د ايونوسفير او ځمکې لاندې کانونو د مطالعې لپاره تاسيس شوې ده، خو د جګړې ماهرين يې د جګړې د يوې نوې او پرمختللې وسیلې پۀ توګه کاروي.

(توضيح: هغه جګړه، چې يو لوری د ليزر، راډيويي وړانګو او مقناتيسي قوې څخه پۀ ګټه اخېستو لۀ مقابل لوري سره جګړه کوي، د ستورو جګړه يې بولي او نوم يې اصل کې له «Star War» نومي فلم څخه اخېستل شوی دی.)

ايونوسفير څۀ دي او چېرته دي؟

ايونوسفير يو پوړ(طبقه) دی، چې د اتموسفير تر ټولو پوړونو پورته موقیعت لري.

دغې پوړ د لمر ماورای‌بنفش او اکس‌رې خطرناکې تشعشعې جذب کړې دي او د يو چت پۀ توګه ځمکې ته ددې خطرناکو وړانګو د راتللو مخه نېسي، ترڅو ژوند ممکن شي. ايونوسفير برښنايي ځانګړتيا لري او لۀ همدې ځانګړتيا يې د ځمکې پر چاپېر د راډيويي وړانګو د انعکاس لپاره ګټه اخېستل کېږي. که خدای مه‌کړه دا پوړ وران شو، د ځمکې پر مخ بې‌شمېره ستونزې زېږوي او ژوند ټکنی کوي.

هارپ سېسټم داسې ډيزاين شوی دی، چې پر ايونوسفير مستقيمه اغېزه وکړي. د بېلګې پۀ توګه د پوړ سور يا پارټيکلايزېشن يادوو( زياتو معلوماتو لپاره لينک کېکاږئ).

هارپ سېسټم اوس پۀ الاسکا کې پۀ ۲۳زره مربع متر ځمکه کې د ۱۸۰ المونيمي انتنونو پۀ نصبولو فعال دی. هر انتن ۲۳ تر ۵۰ مترو لوړوالی لري. دغه انتنونه دنده لدي، چې مافوق کوچنۍ څپې ULF توليد او ايونوسفير ته ولېږدوي.

پۀ الاسکا کې د هارپ انتنونه

د هارپ انتنونه نۀ يوازې ايونوسفير ته څپې لېږدوي، بلکې بېرته يې د ځمکې ژورو ته هم رسولی شي. د ځمکې پر مخ د لويو سمندرونو تل ته څپې لېږدوي او د امريکايي شرکتونو جيولوجستان ترې د کانونو او نفتي زېرمو پۀ موندلو کې هم ګټه پورته کوي او دې کار ته راډيوموګرافي وايي، چې يوازې يوه بېلګه ده.

نور ولولئ: شمالي کوریا د جعلي ‘اټومي برید’ په تمرین کې کروز توغندي ازمایلي

پۀ راډيوموګرافۍ کې څپې د ځمکې پۀ بېلابېلو پوړونو لګېږي، عکس‌العمل ښيي او پۀ پايله کې غږ توليدوي. جيولوجستان د همدې غږ څخه پۀ ګټه اخېستو د کانونو تثبيت کوي.

د راډيوموګرافۍ پۀ عمليه کې د څپو قدرت لۀ يو تر لس مليارد واټ پورې زياتېدلی شي. هر څومره چې د خپو شدت زيات وي، پۀ هماغه اندازه د ځمکې پر پوړونو زيات اغېز ښندي.

لۀ‌دې توانايۍ د ګټه‌اخېستو موخه څۀ ده؟

لکه پورته چې وويل شول، منحل شوی ايونوسفير پۀ سرۀ رنګ ليدل کېږي، وروسته د زړۀ پۀ څېر پۀ لړزېدو پيل کوي او پۀ پايله کې مافوق کوچنۍ څپې توليدېږي. توليدشوې کوچنۍ څپې ځمکې ته لېږدوي او لاندې لولئ، چې څۀ ډول پۀ ځمکه کې د خرابۍ سبب کېږي.

د راډيوترموګرافۍ پۀ سېسټم کې د کانونو او د سمندرونو تل معلومولو لپاره تر ۳۰ واټه کم شدت پۀ کار دی او يوازې يو انتن کار ورکوي، خو تر دې پورته شدت د ويجاړۍ لپاره پۀ کار وړل کېږي.

پر ځمکې د څپو پر اغېزې يو مثال پۀ نظر کې نيسو: کله چې خبرې کوو، د هوا څپې زموږ پۀ حنجره کې پر دېوالونو لګېږي(لکه پۀ ايونوسفير کې چې لړزې رامنځ‌ته کېږي) او فريکونسي توليدوي. دغه فريکونسي د بل کس غوږ ته رسېږي. کله چې د غوږ پۀ پردې ولګېږي، پرده لړزوي او دماغ احساسوي، چې څۀ ډول غږ دی(عين لکه د ايونوسفير تولیدشوې فريکونسي چې د ځمکې پوړونه لړزوي).

نور ولولئ: د امریکا استخبارات: ایران بیا د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې

هارپ کولی شي، وچو بېدياوو ته سونامي بادونه ولېږدوي، کولی شي، باراني سيمې وچې کړي او تر ټولو خطرناک دا، چې کولی شي قوي زلزلې تولید کړي.

که د راډيوترموګرافۍ وړانګې لۀ ۳۰ واټه شدت پورته سمندرونو ته ښکته شي، فوق‌العاده به د سمندري حيواناتو ژوند لۀ خطر سره مخامخ کړي.

د راډيوترموګرافۍ د کارونې څو ځايونه دلته پۀ ګوته کوم:

۱- د ايونوسفير په وسيله د توليدشوې فريکونسۍ مقدار که د ۱ او ۲۰ هرتزو تر منځ وي، د ځمکې پۀ پوړ کې تر ۳۵ کيلومتره ژورو ساحو کې د کانونو پلټنه کولی شي. تر دې پورته اړتيا نۀ‌شته، خو که بيا هم اړتيا وه، تر ۳۰ واټ شدت پورې څپې کارول کېدی شي. که لۀ‌دې پورته شدت وکارول شي، پۀ سوربخونه بڼه يې پۀ اسمان کې ليدلی شو او څو دقيقې وروسته به يې ويجاړۍ ننداره کړو.

د چين پۀ سيچوان کې د ۲۰۰۸ کال د شديدې زلزلې ۳۰ دقيقې وړاندې سرې ورېزې ليدل شوې دي او وروسته ۸ ريختره زلزله شوې ده. د ورېزې ويډيوګانې مې يوټيوب کې د محدودیتونو لۀ کبله پيدا نۀکړی شوې، خو ايراني سايټونو کې شته او د ډاونلوډ اجازه نۀ‌لري. د ترکيې لۀ زلزلې ۱۲ دقيقې وړاندې هم سرې ورېزې ليدل شوې دي او دوه ویډیوګانې ايراني سايټونو کې شته، چې لينک به يې درته واچول شي.

۲- هارپ کولی شي، د ځمکې لاندې کانونو براورد وکړي، چې تر ۹۰ سلنې پورته دقت ولري.

۳- هارپ کولی شي سونامي، اورغورځوونکي، وچ‌کالي، سېلابونه او بې‌مثاله توپانونه تولید کړي. د نيو اورلينز کاترينا توپان او د عمان ګانو توپان ددې ټکنالوژۍ توليدات دي.

۴- لۀ يو ځای څخه بل ځای ته د برښنا لېږد.

۵- که څپې د انسانانو سر ته برابرې شي، لېون‌توب پرې راځي او وهم ورسره پيدا کېږي.

۶- د الوتکو، کښتيو، کمپيوټرونو پېچلي سېسټمونه ګډوډولی شي او کولی شي، ښارونو ته غزېدلې برښنا د سيمونو لۀ قطع‌کولو پرته قطع کړي.

۷- د سټانفورډ پوهنتون د څېړنو لۀ مخې هارپ کولی شي، د ځمکې د څرخېدو پۀ سرعت کې کموالی او زیاتوالی راولي.

۸- د ځمکې پۀ ژورو کې د اتومي او هادروجني بمونو پۀ څېر د قوي چاودنو ايجاد، چې هېڅ تشعشعي وړانګې به تولید نۀ‌شي.

۹- د الوتکو لپاره د راډيويي دېوالونو جوړول. فکر کېږي، چې برموډا مثلث ته لۀ ډېر پخوا راهيسې دغه دېوال جوړ شوی دی او نۀ‌پرېږدي، چې الوتکې، کښتۍ او اوبتلونه دغې سيمې ته د ننه شي.

(پوښتنه پيدا کېږي، چې ولې دې سيمې ته د هارپ لۀ جوړېدو مخکې څوک نۀ‌شول داخلېدی، ځواب لري، خو اوږد بحث غواړي.)

پورته نهۀ موارد مې ياد کړل، چې هارپ پکې کاروي، خو دلته بحث يوازې پر زلزلې دی.

د هارپ کارونه پۀ ۱۹۹۸ کې بشپړ شول. د ايران د زلزلو تاريخ ته پۀ کتو، پۀ دغه هېواد کې زلزلې زياتې شوې دي او پۀ هغو ځايونو کې زلزلې پېښېږي، چې تېرو يو نيم زر کلونو کې هلته زلزلې نۀ‌دي تر سره شوې. د ايران زياتره زلزلې لۀ ۳ ريختره پورته نۀ‌دي، خو تر پورته کال راهيسې، دغه ګراف پۀ بې‌ساري ډول پورته تللی دی.

هغه زلزلې چې پۀ ايران کې لۀ تېرو يوويشت کلونو راهيسې شوې دي، د شدت زياتوالی یې فوق‌العاده پورته روان دی. د بېلګې پۀ توګه لاندې ارقام لولو:

لۀ ۱۳۶۷- ۱۳۷۷ پورې د زلزلې شدت ۷/۲۰۸ دی.

لۀ ۱۳۷۷- ۱۳۸۷ پورې د زلزلې شدت ۴/۶۳۹ دی.

ومو ليدل چې د هارپ لۀ ايجاد وړاندې پۀ نسبت پۀ ورپسې لسيزه کې ۴/۲۰۶ پۀ سلو کې زياتوالی راغلی دی(۱۳۷۷ کال د هارپ د بشپړاوي لۀ کال سره معادل دی).

نيوزيلنډ چې د نړۍ پۀ سطحه د چټکو زلزلو يو مخ‌کښ هېواد بلل کېدۀ، اوس يې د زلزلو شدت کم شوی دی.

لۀ ۱۳۶۷- ۱۳۷۷ پورې د زلزلې شدت ۳/۱۵۵۹۳ دی.

لۀ ۱۳۷۷- ۱۳۸۷ پورې د زلزلې شدت ۲/۱۵۲۰۶ دی.

ومو ليدل چې د زلزلې شدت ۴۶/۲ سلنه کم شوی دی.

(نور معلومات پۀ جي‌ان‌اس نيوزيلنډي سايټ کې وګورئ.)

د هارپ پۀ مرکزي سايټ کې د زلزلو شدت پۀ لاندې ډول دی:

لۀ ۱۳۶۷- ۱۳۷۷ پورې د زلزلې شدت ۹/۴۷۷۳ دی.

لۀ ۱۳۷۷- ۱۳۸۷ پورې د زلزلې شدت ۴/۱۸۶۵۸ دی.

وليدل شول، چې وروستۍ لسيزه کې ۸/۲۹۰ د زلزلې شدت کم شوی دی او دا د تېر کال پۀ پرتله څلور چنده د زلزلې د شدت کموالی دی او د زلزلو پۀ تاريخ کې بې‌ساری بلل کېږي.

د ايران د زلزلو پۀ تاريخ کې بې‌سارې ده، چې د ځمکې پوړ ته پۀ ۱۴ کيلومترۍ کې دې زلزله شوې وي او دا پېښه سل پۀ سلو کې د هارپ تولید بلل کېږي.

د هارپ لۀ‌خوا د توليدشوې زلزلې نښې دا دي، چې غرنۍ مېوه پۀ بې‌ساري ډول کمېږي. حيوانات بې‌موجبه مړۀ کېږي. د زلزلې څخه وړاندې تکې سرې ورېزې ليدل کېږي او د زلزلې د پېښېدو وړاندې د چاودنې دوپ غږ اورېدل کېږي.

مخففات وګورئ:

HAARP: High-frequency Active Auroral Research Program

ELF: Extreme Low Frequency

يادونه: لۀ هارپ پرته د مصنوعي زلزلو ايجاد نورې طريقې هم شته. پورته معلومات او احصايې د نسبتاً زړو کلونو دي. نوي معلومات ژباړل يا ترې ګټه اخېستل، اجازه غواړي او ځينې ځايونو کې لګښت هم لري. پۀ پښتو کې د مصنوعي زلزلو اړوند معلومات پۀ نشت حساب دي، نو د مسلکي کسانو يوه لويه هيله دا کېږي، چې لږ تر لږه اوټ‌لاين خو بايد تشرېح شي. لیکوال نعمت الله حنیف

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button