ټکنالوجي

مصنوعي ځیرکتا په اسپانیا کې د نجونو عکسونه بربنډ کړي

د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د نجونو عکسونه بربنډ کېدو خلک حیران کړي دي

د اسپانیا په سویل کې د المندرالخو ښار کې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د یو شمېر نجونو بربنډ جوړ شوي عکسونو خلک حیران کړي دي.

دا عکسونه چې د دغو نجونو له اجازې پرته جوړ شوي پر سوشل میډیا لاس په لاس کېږي او خلک ورباندې تبصرې کوي.

نور ولولئ: مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟

دې نجونو خپل عکسونه چې جامي یې اغوستي او بدن یې پټ دی پر خواله رسنیو خپاره کړي و، خو ځینو کسانو د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ پکې لاس وهنه کړې، بربنډ یې جوړ کړي او خپاره کړي دي.

دا کار په اسپانیا کې شوی دی

تر اوسه په المندرالخو ښار کې له ۲۰ زیاتې نجونې چې عمرونه یې له ۱۱ تر ۱۷ کلونو یاد شوي ورته کار قربانیانې پېژندل شوي.

د ۱۴ کلنې ماریا بلانکو رایو مور وايي:”یوه ورځ مې لور له ښوونځي راغله او راته ویې ویل چې، بربنډ عکسونه یې لاس په لاس کېږي. ما ترې وپوښتل چې آيا تا کومه ورځ خپل بربنډ عکسونه اخیستي؟ راته ویې ویل، نه مورې.”

نوموړې خپلې مور ته زیاته کړې:” نن سبا د نجونو په عکسونو کې ډېر جعل کارۍ کېږي او زما څو نورو ټولګیوالو سره هم ورته کار شوی دی.”

هغه وايي، د ۲۸ قرباني نجونو کورنیو په دغه ښار کې د ملاتړ یوه ډله جوړه کړې.

د پېښې په تړاو ځینې کسان پېژندل شوي دي

رپوټونه وايي، پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړي او لږ تر لږه ۱۱ هلکان د پېښې په تړاو پېژندل شوي دي.

ویل کېږي چې یادو کسانو د عکسونو په جوړولو او د وټس اپ او ټلیګرام د دغو عکسونو په خپرولو کې لاس لرلی دی.

پولیس په دې هڅه کې دي چې مالومه کړي، آيا دې کسانو د جعلي عکسونو په بدل کې له دې نجونو څه غوښتي که نه.

نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا کنترول لپاره د قوانینو اړتیا

آغلې بلانکو رایو وايي، خپرو شویو جعلي عکسونو پر قرباني نجونو ډول ډول اغېزې کړي، چې ځینې آن اوس له کوره بهر نه وځي.

له دې عکسونو ډېر يې شاوخوا دوه درې میاشتې مخکې جوړ شوي دي، خو وروستیو څو ورځو کې وروسته له هغې ډېره د پام وړ شوه چې د یوې قرباني نجلۍ مور ډاکترې میریام الادیب پر خواله رسنۍ یوه ویډيو خپره کړه.

د مصنوعي ځیرکتیا له رامنځته کېدو سره دا لومړی ځل دی چې دا ډول پېښو خلک اندېښمن کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button