نړیوال خبرونه

معصوم ستانکزی: مونږ داسې سوله غواړو چې د ټولو هېوادوالو حق پکې خوندي پاتې شي

 معصوم ستانکزی: مونږ داسې سوله غواړو چې د ټولو هېوادوالو حق پکې خوندي پاتې شي ، طالبانو سره د سولې مزاکراتي ټيم مشر، معصوم ستانکزي ويلي چې د سولي په خبرو کېد ټولو هېوادولو حق خوندي پاتې وي نوموړي ویلي چې مونږ غواړو چې ژر تر ژره د سولې مزاکرات پيل کړو،

د حکږمت مزاکراتي ټيم مشر معصوم ستانکزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د سولې په خبرو کې به د هېواد د ټولو خلکو حق محفوظ وي، ښاغلی ستانکزی دغه خبري په داسې حال کې کوي چې پرون ماښام د د سولي د مزاکراتي ټيم يو بل غړي حاجي دين محمد ميډیا ته ويلي چې د افغان دولت د مرکچي پلاوي لومړنۍ ډله د قطر هيواد پلازمينې دوحي ته رسيدلي او هلته به د طالبانو د سولي له مرکچي پلاوي سره د بين الاافغاني خبرو اترو د پيل اړوند مثایل بحث کړل،

حاجي صیب دين محمد دا هم ويلي چې ددوی د مزاکراتي ټيم مشر او ځيني غړي لا هم په کابل کې دي . دده په خبره چې د اولني پلاوي له خبرو وروسته به د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر او ټول غړي د قطر هيواد پلازمینې دوحې ته لاړ شي،

د بازې سرچینیو له مخې د مصالحي عالي مشر عبدالله عبدالله هم په خپلمنځي مذاکراتوکې د ګډون لپاره د قطر هيواد ته ځي.د مصالحي عالي شورا مشر ته نيږدي سرچينو رسنيو ته ويلي ښاغلی عبدالله د قطر هيواد په رسمي بلنه دې هيواد ته سفر کوي،

د یادونې وړ ده چې \ د سولي د خبرو د پليدو خبري له هغه وروسته راګرمي شوي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ يوه پټه هوکړه تر سره شوه چې افغان حکومت به د هرکومانډيې په سر به ۵ تنه طالب زندانيان خوشي کوي چې دا هم د هغې لړۍ يوه حصه ده، ددې هوکړې له مخه پاتي ټول ۳۲۰ خطرناک طالب بنديان خوشي شول او پلو طالبانو هم د افغان پوځ کومانډويان ازاد کړل.

معصوم ستانکزی: مونږ داسې سوله غواړو چې د ټولو هېوادوالو حق پکې خوندي پاتې شي
معصوم ستانکزی: مونږ داسې سوله غواړو چې د ټولو هېوادوالو حق پکې خوندي پاتې شي

دا هم باید یاده کړو چې طالبانو حکومت ته ویلي وو که زمونږ پاتې بندیان ازاد نشي نو د سولې خبرې نه پیلوو هغو بار بار ویلي وو چې د بندیانو د ازادېدو سره سم به بین الافغاني مزاکرات پیل کړو، بلخوا بیا عام وکړي د هېواد اوسني وضعیت ته اندېښمن دي او وايي چې یو خوا ته د سولې خبرې روانې دي او بلې خوا ته هره ورځ په لسګونو عام وګړي شهيدانیږي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button