Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

معلولان شکایت کوي چې حکومت یې معاشونه نه ورکوي

په پلازمېنه کې یو شمېر معلولان شکایت کوي چې حکومت یې معاشونه نه ورکوي. د دوی په وینا، که څه هم د سږ مالي کال بودجه تصویب شوې ده، خو دوی ته یې تنخواووې نه‌دي ورکړل شوي. عبدالواسع چې شاوخوا ۳۰ کاله مخکې د پغمان ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې په یوې ماین چاودنه کې معلول شوی، وايي، د معاش د نه ورکړې له امله اړ شوی چې کار وکړي.

معلول عبدالواسع وايي: «مخکې زموږ مشتریان ډېر و، اوس یوازې لس سلنه کسان پاتې دي. یوه چاینکه څاي څښي، لس افغانۍ ورکوي. ماښام کې راته پنځوس یا اویا افغانۍ پاتې کېږي. له دې هېڅ نه جوړېږي.» له دې سره سم، یو شمېر نور معلولان هم له اسلامي امارته د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنه لري.

معلول زلمی وايي: «دري څلور ځله یې موږ بشري قوا ته وغوښتلو، نومونه یې راته ولیکل او وې کتل، ویل، د چهار شنبې په ورځ راشئ، معاشونه مو واخلئ، خو له هغې ورځې درې یا څلور میاشتې تېرې شوې، خو دا پنج‌شنبه را و نه رسېدله. ځینو ته پنځلس زره حواله شوې وې، خو هغه یې هم بندې کړې.»

  نور یی ولوله | ای آر ټي ایف او نړیوال بانک افغانستان لپاره نوې بېړنی پروژې منظور کړې.

معلول عبدالمبین وايي: «په کمېسیون کې د ډاکټر له معاینې هم خلاص شوي یوو، څو میاشتې وشوې، هر ځل چې بانک ته ورځو وايي، معاش مو نه‌دی راغلی.» ورته مهال د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، د معلولانو د تشخیص او ثبت بهیر پای ته رسېدلی او په وینا یې په نږدې ورځو کې به یې معاشونه ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري عمومي رییس وکیل افغان وايي: «د یتیمانو او معلولینو کورنۍ په بېلابېلو ډولونو وېشل شوي، ټولو ډولونو او ټولو ګټګوریو ته معلوم مقدار معاش ټاکل شوی دی.» د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په وینا، په دېه وزارت کې شاوخوا ۱۰۴ زره معلولین ثبت دي خو په تېر حکومت کې دغه شمېر ۴۵۰ زره وو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button