Uncategorized

ملالې یوسفزۍ پر اسلام اباد غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پر تګلاره له سره غور وکړي

پاکستان پرېکړه کړې چې ناقانونه افغان کډوال تر ټاکلي مودې تر پوره کېدو وروسته له پاکستان څخه په زور وباسي

له پاکستانه د افغان کډوالو په زور د ایستلو د ضرب الاجل په نژدې کېدو سره، د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پر ټوېټر د کډوالو د جبري ایستلو په اړه د پاکستان پر پرېکړه نیوکه کړې او وايي چې “افغان کډوال- ماشومان، ښځې، سړي، بوډاګان- د طالبانو له ستمه تښتي، دوی د ملاتړ، عزت او خوندیتوب مستحق دي، نه د نورو موانعو او ځورونو”.

نور ولولئ: اصف منیر: موږ ته کډوال نه پاکستان مهم دی او داخله وزیر وايي، افغان کډوال خامخا باسي

ملالې پر ټوېټر لیکلي “زه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو غږ بدرګه کوم او د پاکستان له حکومته غواړم چې د ډله‌ییز اخراج پر عجولانه سیاست له سره غور وکړي”.

پر اسلام اباد د ملګرو ملتونو فشار

ملګرو ملتونو او د کډوالو چارو ادارو پر پاکستان فشار راوړی و چې د افغان کډوالو جبري ستنولو پرېکړه بېرته واخلي، خو د پاکستان دلیل دا دی چې د یوه هېواد په توګه له خپلې خاورې د ناقانونه کډوالو د ایستلو حق لري.

د طالبانو حکومت د کډوالو رسېدنې ته لوړ رتبه کمېسیون جوړ کړی

د طالبانو حکومت وايي، د خپل مشرتابه په حکم یې له پاکستان او نورو هېوادونو په زور د ایستل کېدونکو افغانانو وضعیت ته د لا ښې رسېدنې لپاره یو عالي کمېسیون جوړ کړی دی.

نور ولولئ: اسلام اباد پر سیاسي ګوندونو غږ کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو پر سره مه درېږئ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، “د پاکستان حکومت د ټولو اصولو خلاف د افغان مهاجرینو د ایستلو پرېکړه وکړه، امیرالمؤمنین له پاکستان او نورو هېوادونو د جبري راستنېدونکو د وضعیت د حل لپاره د یوه عالي کمېسیون د جوړولو امر وکړ”.

کډوالو ته د طالبانو له لوري جوړ شوی کمیسیون

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې دا کمېسیون چې د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړ شوی، ۳۱ نور لوړپوړي چارواکي یې غړي دي د خپلو امکاناتو په حدودو به د لومړنیو خدمتونو وړاندې کولو کې برخه ولري.

د یاد کمېسیون لپاره یوه اداره او ۱۲ کمېټې منظورې شوې چې له موجوده امکاناتو په ګټه اخیستو د راستنېدونکو افغانانو د درملنې، تشخیص او لېږد او د استوګنې لپاره د زمینې برابرولو دنده لري.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې د طالبانو حکومت د چمتو شوي تګلارې له مخې د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره ځانګړې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.

نوموړی وايي، دوی د هغو هېوادوالو لپاره چې د ځینو اندېښنو له امله نورو هېوادونو ته تللي، ډاډ‌ ورکوي چې بې‌له کومې اندېښنې او وېرې خپل هېواد ته راستانه او په خپل هېواد کې په عزت ژوند وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button