ملا برادر: ډېر ژر به د ټولشموله حکومت شاهدان اووسو
د قطر سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وایي، د یوه داسې ټولشموله حکومت پر جوړولو کار روان دی چې د ټولو پر وړاندې به مسوول وي.
ښاغلي برادر د الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې امارت د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره هڅې پیل کړي دي. هغه زیاته کړې، چې امنیت به ټینګ شي او ورسره به په افغانستان کې ګڼې اقتصادي پروژې پلي شي.اوافغانسان به پرمختګ وکړي.
نوموړي که څه هم د نوي حکومت جوړښت د اعلان په هکله څه نهدي ویلي، خو سرچینې وایي، چې په نږدې وروځو کې به د امارت کابینه اعلان شي.او یونوحکومت به رامنته کړي.
ملابرادر په داسې مهال د ټولشموله حکومت د جوړولو خبره کوي، چې د پاکستان استخباراتو ادارې یا ایاسای مشر جنرال فیض حمید تېره ورځ کابل ته راغلی دی.هغه به طالبانومشرانوسره پر مختلفو موضوعاتو بحث کوي.
د راپورونو په حواله جنرال حمید په د دې سفر په لړ کې د طالب مشرانو سره دکتلوسر دکتلوسربېره د نوي حکومت په تشکیل کې ورسره مرسته وکړی.اودغه پروسه به ګړندی کړي.