اقتصاد او سوداګري

ملا برادر: “یو شمېر بندرونو کې لابراتواري کمپلکس جوړوو”

د طالبانو ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند وايي، یو شمېر بندرونو کې لابراتواري کمپلکس جوړوي

طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د هېواد په مهمو بندرونو کې د لابراتواري کمپلکس طرحه تایید شوه.

یاد معاونیت وايي، دغه لابراتواري کمپلکس کې د نهو وزارتونو او ادارو لپاره تاسیسات په نظر کې نیول شوي او هر لابراتوار به په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د طالبانو دغه اقتصادي معاونیت زیاتوي چې، په دې غونډه کې د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم پرېکړې وشوې چې له تایید وروسته د وروستۍ پرېکړې په موخه د دوی مشرتابه دفتر ته استول کېږي.

سرچینې نه دي ویلي چې نور مهم موضوعات څه وو چې پرې بحث شوی دی او نه هم د بندرونو د نومونو یادونه شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button