ملا عبدالغنی برادر به د نوي حکومت مشري کوي

د طالبانو د قطر د سیاسي دقتر مرستیال او د دې ډلې یو بنسټګر مخکښ ملا عبدالغني بردار به په افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت مشري کوي.
رویټرز خبري اژانس د سېپټمبر پر درېیمه د دریو سرچینو له خولې لیکلي چې د طالبانو د باني او روحاني مشر ملا محمد عمر زوی، ملا محمد یعقوب او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی، شیر محمد عباس ستانکزي به لوړ پوړې حکومتي چوکۍ سنبالوي. رویټرز خبري اژانس د یوې بلې سرچینې په حواله ویلي چې د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخونزاده به پر مذهبي چارو او حکومتدارۍ توجه ورکوي.

د طالبانو یو ویاند اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې د افغانستان د نوې انتظامیې اعلان به لږ تر لږه د سېپټېمبر څلورمې نه مخکې نه کېږي.دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه باندې دوې اوونۍ وړاندې له پنجشیر ولایت پرته پر نور ټول افغانستان ولکه ټینګه کړې وه.
امریکايي ځواکونه تر شل کلن موجودیت وروسته د اګست تر ۳۱مې په بشپړ توګه له افغانستانه وتلي دي.د طالبانو راتلونکی حکومت او نړیوال ډېری نړیوال مشران انتظار باسي او ګوري چې ایا طالبان به پر خپلو هغو ژمنو ولاړ وي او که نه چې د پخوا پرتله به اوس معتدله رویه کوي.
طالبانو ویلي چین به له افغانستان سره سفارتي اړیکې برقراره ساتي او د امریکا په مشرۍ کې د نړیوالو عسکرو له وتلو وروسته به د کابل نوي مشران د اقتصادی مرستو لپاره پر بیجینګ تکیه کوي.