نړیوال خبرونه

ملي تدارکاتو کمېسیون کې لسګونه سترې پروژې منظور شوې

ملي تدارکاتو کمېسیون کې لسګونه سترو پروژو باندې بحث وشو.د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه. غونډې د بېلابېلو ادارو اړوند په ۱۸۰ تدارکاتي موضوعګانو بحث وکړ.

د کمېسیون غونډې د ټولګټو وزارت لخوا د هېواد بېلابېلو برخو کې د سړکونو د جوړولو تړونونو د منظوري وړاندیزونو په اړه اړینې لارښوونې وکړې.د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د ګردیز ښار د حلقوي سړک د پروژې د تړون منظوري، د افغانستان بانک اړوند د افغانیو نویو بانکنوټونو د چاپ، د کابل ارغندي څخه جلال اباد پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ مزو د ډیزاین، برابرولو، نصبولو او لېږدولو.

همداراز د تورخم د پل او کانکرېټي سړک د جوړولو، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د اړتیا وړ د برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو لپاره د ۴۴۱ پایه لپټاپ کمپیوټرونو د برابرولو او تدارک، د هېواد نهو پوهنتونونو لپاره د انټرنټ او د مالیې وزارت اړوند مرکز او ولایتونو کې د تاسیساتو د فزیکي امنیت د تامین پروژې له بحث وروسته منظور کړې.

fb img 1621834353998

پر یادو پروژو د بحث پر مهال جمهور رئیس محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې تدارکاتي ادارې دې د پروژو د تطبیق ټینګه څارنه او مدیریت وکړي او تدارکاتي ادارو ته ېې د کورنیو تولیدونکو شرکتونو د ملاتړ په اړه اړینې لارښوونې وکړې

د یادولو وړ ده چې دېری پروژې د ډېر وخت راهیسې د بحث لاندې وې خو اوسمهال د ډېر وخت نه وروسته منظوری ته وړاندې شوې.ولسمشر غني وویل اوس وخت رارسېدلی دی چې ارګ کې شوې وعدې په ارګ کې پوره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button