لوبې خبرونهنړۍ خبرونه

ملګرو ملتونه: سوډان کې د پراخې کورنۍ جګړې امکان ډېر دی

سوډان به د پراخې کورنۍ جګړې په درشل کې د سقوط مرحلې ته ورټېل وهل شي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې سوډان د سقوط په درشل کې د یوې بشپړۍ داسې “کورنۍ جګړې” لوري ته روان دی چې ټوله سیمه بې ثباته کولی شي.

دا خبرې وروسته تر هغه شوې چې د پلازمېنې خرطوم پر یوه ګڼ مېشته سیمه بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل شول.

د سوډان د روغتیا وزارت ویلي: “دارالسلام سیمې ام درمان کې بمبارۍ لږ تر لږه ۲۲ ولسي وګړي وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. ملګرو ملتونو دغه برید غندلی دی.‌

د سوډان پوځ دغه هوايي برید نه مني

د سوډان پوځ دا نه مني چې ګنې پر سیمه دوی بمباري کړې ده، خو په بدل کې یې د چټک ملاتړ پر ځواکونو تور پورې کړې چې ګنې پر استوګنیځو سیمو بریدونه کوي.

د چټک ملاتړ ځواکونو د سوډان پر پوځ تور پورې کړی چې هوايي بریدونه کوي. په یوه خپره شوې وېډیو کې ځینې مړي ښکاري چې ویل کېږي د پوځ هوايي ‌برید کې وژل شوي.

نور ولولئ: سعودي عربستان د سوډان جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د خبرو کوربتوب کوي

د سوډان په جګړه کې تر اوسه شاوخوا ۳۰۰۰ تنه وژل شوي، چې ځینو ویلي، ورسره جنسي تېري او توکمیز تاوتریخوالی هم رامنځ ته شوی دی.

د جګړې پر مهال د لوټ تالان پراخې پې‍ښې هم شوې. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښايي‌ دارفور سیمه کې بشر ضد جرمونه وشي.

د ملګرو ملتونو په یوه خپره کړې وېډیو کې مړي ښکاري چې ډېری یې ښځې دي.

خو ملګرو ملتونو دغه هوايي برید غندلی

د ملګرو ملتونو یوه مرستیال ویاند فرحان حق په یوه خبرپاڼه کې ویلي:‌ “د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ام درمان کې د یکشنبې ورځې هوايي برید غندلی دی”.

دی زیاتوي: “بشري قانون او د بشر حقونو قوانینو ته هېڅ درناوی نه دی شوی چې دا خطرناک او اندېښمنوونکی کار دی”.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، په سوډان کې د جګړې له پیلېدو راهیسې نژدې درې میلیونه خلک بې ځایه شوي چې شاوخوا ۷۰۰ زره یې ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

نور ولولئ: د سوډان په جګړه کې دواړو ښکېلو غاړو د اوو ورځو په اوربند هوکړه کړې ده

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د سوډان لوېدیځ دارفور کې توکمیزې سرغړونې او تاوتریخوالی ډېر شوی.

ددې تر څنګ په سوډان کې د چور، لوټ او تالان خبرونه په پرله پسې ډول ورکول کېږي او ویل شوي چې دا خپل سري ددې ښارندويي کوي چې دولت سقوط وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button